کابل (پژواک ۸ غبرګولی ۱۴۰۰): ولسمشر لارښوونه کړې چې د عدلي او قضایي سیستم د پیاوړتیا او د قضائیه قوې او لویې څارنوالۍ ترمنځ د ګډ لیدلوري د رامنځته کولو باید تحصیلي نصاب اصلاح او د قوانینو د احکامو په رڼا کې دې د شرعیاتو او حقوقو محصلینو ترمنځ ګډ لیدلورى رامنځته شي.
نوموړي دغه څرګندونې نن (شنبه) په ارګ کې د اداري فساد درنو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز د ښه والي او اصلاحي طرحې غونډه کې وکړې .
د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمداشرف غني د اداري فساد درنو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز د فعالیتونو د اصلاح او ښه والي مشورتي طرحه د بحث پر مهال وارزوله.
سرچينه زياتوي، په دغه غونډه کې د سترې محکمې، د عدلي او قضایي مرکز او کورنیو چارو وزارت د درنو جرمونو ریاست مسوولینو د یادې مشورتي طرحې، د عدلي او قضايي مرکز د اصلاح او درنو جرمونو ریاست د فعالیتونو په اړه د خپلو معلوماتو راپور له جمهوررئیس سره شریک کړ.
سرچينه کاږي، وروسته یاد وړاندیزونه او ننګونې وارزول شوې او پرېکړه وشوه چې اړوند ارګانونه دې د خپلو فعالیتونو او چارو تفصیلي راپور په درې اوونیو کې د حکومت رهبري ته وړاندې کړي.
د خبرپاڼې په حواله، غونډې یادو مراجعو ته لارښوونه وکړه چې د عدلي او قضايي بنسټونو د پیاوړتیا په موخه د پایلو او حکومت رهبري د لومړیتوب په تناسب چې په پراخه په ځانګړي ډول په لوړه سطحه له فساد سره جدي مبازره ده، خپل وړاندیزونه وکړي.
د خبرپاڼې د معلوماتو په اساس، په غونډه کې ټینګار وشو چې د عدلي او قضایي مرکز فعالیتونو ته لومړیتوب ورکړل شي او د پولیسو او لویې څارنوالۍ په جوړښت کې دې بنیادي ستونزه اصلاح شي. همداراز دې د قوانینو تطبیق چټک او د قضایاو د ثبت او تعقیب په برخه کې منظم سیستم رامنځته شي.
Views: 32
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن