جلال اباد (پژواک، ۹ غبرګولی ۱۴۰۰): په ننګرهار کې د ملي اردو چارواکي وايي چې د پاکستان ملېشه ځواکونو او وسله والو طالبانو په ګډه د دغه ولايت اچين او سپين غر ولسواليو کې د افغان امنيتي ځواکونو پر پوستو بريدونه کړي دي.
که څه هم په راپورونو کې ويل شوي چې د دغو بريدونو پرمهال د ولسي پاڅونوالو ځينې پوستې سقوط شوې وې، خو تازه يې افغان چارواکو د بېرته نيولو لپاره د ګډو ځواکونو عمليات پيل کړي دي.
مسوولين وايي، چې تېره ورځ امنيتي ځواکونه د اچين ولسوالۍ د پېښې تنګي تر علي تبنګ کنډو، ګودرې خوله او د ژرندو سر سيمو ته رسېدلي دي.
د هغوى په وينا، وسله والو طالبانو د غبرګولي په ۳مه د شپې مهال د اچين په پېښې او د سپين غر ولسوالۍ په مامنددره کې د ولسي پاڅون کوونکو او نورو افغان ځواکونو پر پوستو ډله ييز بريدونه وکړل.
که څه هم ځايي چارواکو ويل چې ملاتړي ځواکونه سيمې ته پر وخت رسېدلي اوجګړه مهار شوې، خو يو شمېر د ولسي پاڅون کوونکو پوستې سقوط شوې دي.
د تېرې جمعې په ورځ په ختيځ کې د ۲۰۱ سيلاب قول اردو د درېيمې پلې لوا د قوماندان جنرال نصير احمد ساپي په مشرۍ په اچين کې عمليات پيل شول چې لا هم روان دي.
جنرال ساپي په سيمه کې پژواک اژانس ته وويل، چې د دغو عملياتو پرمهال يې تر۵۰ وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې او يو شمېر کلي له وسله والو پاک شوي دي.
دی وايي، پاکستاني ملېشه ځواک په مستقيمه توګه په دغه جګړه کې په ګډه له وسله والو طالبانو سره يوځای د افغان لوري پر ضد جګړه کړې، خو پر خبره يې له ماتې سره يې مخ کړي دي.
هغه زياته کړه: ((د پاکستان ملېشې دلته حضور لري، دوی زموږ درنو ولسونو ته يو څه ناڅه مرګ ژوبله واړوله او ځينې سيمې يې متضرره کړې، هماغه و چې موږ دې ته اړ شو چې راشو په سيمه کې عمليات پيل کړو.))
په سيمه کې د ولسي پاڅونوالو مشر حاجي قلم وايي، چې د پېښې له جګړې څخه ګڼې کورنۍ بې ځايه شوي او دا چې اوس عمليات روان دي لا هم هغو سيمو کې چې جګړه ده ځايي خلک بې کوره کېږي.
دی وايي، له دغو جګړو څخه د پاکستاني ملېشو او طالبانو موخه دا ده چې خپل سری اغزن سيم له اوسني ځای څخه مخکې راوړي خو وايي، تر هغه وخته چې يو ولسي پاڅونوال او افغان سرتېری په سيمه کې ژوندی وي د دغه کار اجازه به ور نه کړي.
د محبوب شينواري په نوم يوه ولسي پاڅونوال وويل، چې تر اوسه په دغو عملياتو کې د پېښې اړوند علي تبنګ کنډو، ګودرې خوله او د ژرندو سر سيمې له وسله والو پاکې شوي او عمليات لا هم مخکې روان دي.
دی وايي، نورو ټولو پوستو کې بېرته پاڅونوال ځای پر ځای شوي او يوازې يوه پوسته پاتې ده چې هغه به هم ډېر ژر بېرته فعاله شي.
د اچين ولسوال عاشق الله سادات بيا وايي، د عملياتو له پای ته رسېدو سره سم به بې ځايه شويو کورنيو ته بېرته خپلو مېنو ته د ورګرځېدو زمينه برابره شي او اوس يې هم له ولايتي ادارې سره دغو کورنيو ته د بېړنيو مرستو وړانديز کړی دی.
بلخوا د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په سپين غر او اچين کې د حکومتي سرتېرو پر وړاندې جګړه کې له دوی سره د پاکستاني ملېشو د همکارۍ خبره ردوي.
نوموړي پژواک ته وويل: ((کله چې د کابل اداره کوم ځای کې ماتې وخوري بيا داسې بې اساسه تورونه پورې کوي، دوی هېڅ اسناد په لاس نه لري.))
هغه ادعا وکړه چې اچين او سپين غر کې يې ۱۱ پوستې او بېزونه له منځه وړي دي.