Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د سوېل لوېديځ پنځو ولايتونو اوسېدونکو د سولې او اوربند غوښتنه وکړه

کندهار (پژواک، ۹ غبرګولی ۱۴۰۰): د کندهار په ګډون په پنځو سوېل لوېدځو ولايتونو کې زرګونو کسانو د پنځو سترو غونډو په ترڅ کې د سولې او اوربند غوښتنه وکړه.

دغه غونډې نن د غبرګولي په ٩مه، په کندهار، هلمند، زابل ،اروزګان او نيمروز ولايتونو کې جوړې شوې وې چې په کې زرګونو کسانو برخه اخيستې وه.

د دغو غونډو ګډونوالو په خپلو ويناوو کې  جګړه د بدمرغیو مور،د ناخوالو دوام،او د هېواد د تباهۍ لوی لامل وبلله او په يوه غږ يې ويل : ” موږ سوله او اوربند غواړو ، موږ نور له جګړو ستړی یو د جګړې پرځای دې سولې ته بهانې ولټول شي. ”

د کندهار ولايت سلګونو قومي مشرانو، دیني عالمانو، مدني فعالانو، ځوانانو او مېرمنو په یوه لویه ولسي غونډه کې پر طالبانو او حکومت د تلپاتې سولې او اوربند غږ وکړ.

ويناوالو د جګړې له ښکېلو غاړو، ګاونډیو هېوادونو او ملګرو ملتونو وغوښتل چې په افغانستان کې دې د سولې بهیر د ګړندي کېدو په موخه خپل رول ادا کړي.

د کندهار یوه دیني عالم مولوي احمد الله د اسلام دین د لارښوونو له مخې مومنان وروڼه یاد کړل او ويې ویل روانه جګړه د دوو مسلمانو لوریو ترمنځ روانه ده چې ژر تر ژره باید ودرېږي.

هغه زیاته کړه، سوله د هر کور، کلي، ولسوالۍ او ولایت اړتیا ده په کار ده چې دواړه لوري د ولس د سولې غږ واوري.

 

په کندهار کې د پیوند مدني ټولنې مشر حکمت الله صلحي وویل، د هېواد لویه برخه ځوانان جوړوي، خو همدا ځوانان په جګړه کې وزېږېدل او لوی شول، که جګړه همداسې روانه وي نو په همدې جګړه کې به مړه هم شي.

دی وايي، د سولې د هڅو په لړ کې یې ډېرو ولسوالیو او ولایتونو ته سفرونه کړي، تر اوسه چا هم نه دي ویلي چې سوله نه غواړي، نو بیا دا جګړه د څه لپاره ده؟

نوموړي له خلکو وغوښتل چې د سولې غږ تر هر کور او کلي ورسوي، څوک چې جنګ غواړي، څوک چې جګړې ته خلک پاروي، باید مخینوی یې وکړي.

 

د کندهار یوه ټولنیز فعال او مشر احمد شاه سپر وویل، نن په دې سخته ګرمي خلک له هوسه او خوشحالۍ نه دي راټول شوي، بلکې د جګړې له امله ور پېښو ستونزو، غمونو او کړاوونو تر دې ځایه راوستلي دي.

هغه زیاته کړه، ۴۳ کاله کېږي چې پر افغانانو جګړه تپل شوې خو په وروستیو شلو کلونو کې يې نوی بعد اخیستی دی، خو د خلکو زغم نور تمام دی.

د ده په خبره، په روانه جګړه کې ډېر انسانان ووژل شول، ملي او عامه شتمنۍ مو د جګړې د اور خوراک شوي خو یو لوری هم بریالی نه شو.

خو ده پر دواړو لورو غږ وکړ چې تر هر څه وړاندې اوربند وکړي او د اوربند په فضا کې د سولې خبرې وکړي، ځکه که جګړه روانه وي، دواړو لوروته په کې مرګ ژوبله اوړي او مرګ ژوبله جګړې ته احساسات تحریکوي.

قومي مشر معلم عبدالرحیم وویل، په ملي او نړيواله کچه دې د افغانستان د سولې لپاره هڅې وشي او په ځانګړې توګه ملګري ملتونه دې د سولې بهیر چټک او پياوړی کړي.

هغه حکومت او طالب لوري ته یو شمېر وړاندیزونه هم وکړل څو دایمي سولې او اوربند ته لار هواره شي.

ده له حکومته وغوښتل چې په ملي او نړیواله کچه دې له طالبانو سره د سولې د خبرو ګډ کنفرانسونه جوړ کړي، حکومت دې ګاونډیانو او ملګري ملتونه وهڅوي چې د دوی او طالبانو تر منځ د باور فضا جوړه کړي.

غونډې ته ګڼو نور مشرانو او مخورو هم ویناوې وکړې او ټولو په یوه غږ د جګړې درولو او دایمي اوربند غوښتنه وکړه.

د نيمروز د غونډې يوې ګډونوالې حوا حکيمي د نیمروز له بلوڅو،پښتنو او زوري قومونو وغوښتل چې د افغان وژونکې جګړې پر ضد دې سره همغږي او انسجام پیدا کړي او په یوه غږ دې جګړه خوښوونکي و رټي.

د اروزګان د سولې شورا رييس حاجي سرکاتب وویل؛ سوله خیر او الهي امر دی د نوموړي په وینا، د دوه مسلمانو ډلو ترمنځ د سولې او پخلاینې هلې ځلې دیني مکلفیت او عبادت دی چې؛ درېیمګړي مسلمانان یې په ترسره کولو مکلف دي.

په کندهار او نورو ولايتونو کې په سلګونو خلک په داسې حال کې په یوه لویه غونډه کې له دواړو لورو د جګړې درولو او اوربند غوښتنه کوي چې له تېرو څو میاشتو راهیسې د دغه ولایت یو شمېر ولسوالۍ د سختو جګړو شاهدې دي چې خلکو ته یې درانه مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.