ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بېځايه شوى ګل نور: که سوله وشي بېرته سیمې ته ستنېږم او خپلې ځمکې ابادوم

بېځايه شوى ګل نور: که سوله وشي بېرته سیمې ته ستنېږم او خپلې ځمکې ابادوم

author avatar
31 May 2021 - 11:34
بېځايه شوى ګل نور: که سوله وشي بېرته سیمې ته ستنېږم او خپلې ځمکې ابادوم
author avatar
31 May 2021 - 11:34

مزارشريف (پژواک، ۱۰ غبرګولی ۱۴۰۰): په بلخ ولايت کې د جګړو او نا امنيو له امله بېځايه شوی ۶۵ کلن ګل نور وايي چې د جګړو له امله يې ٥٠ جريبه کرنيزه ځمکه شاړه شوې ده، که سوله وشوه، بېرته سیمې ته ور ګرځي او خپلې ځمکې ابادوي.

هغه د مزارشريف ښار په ۶۰ کيلومترۍ کې د پرتې ولسوالۍ، شولګرې اصلي اوسېدونکی دی؛ خو اوسمهال د مزارشريف سوېل لوېديځ لور ته د يونټ په نوم د کډوالو او بېځايه شوو يوه پنډغالي کې اوسېږي.

نوموړی وايي چې يو کال وړاندې يې په شولګر ولسوالۍ کې خپل کلی، ځمکې او کور پرېښودل او د سر خوندي کېدو په موخه مزار ښار ته راغی.

ګل نور مو په داسې مهال د بېځايه شوو کورنيو په يوه پنډغالي کې وموند چې په خپل لاس جوړې شوې خېمې په خوله کې ناست وو او له خپلو وړو لمسيانو سره يې لوبې کولې.

هغه ځکه نن ورځ د خپلې خېمې څنګ ته ناست و چې په دې ورځ چا کار ته نه وو بيولی او ښايي د خپل غم غلطولو لپاره يې ماشومانه لوبو ته پناه ور وړې وه.

نوموړي د مرکې په پیل کې پژواک اژانس ته وويل چې د سولې راتلو ته شېبې شمېري څو بېرته خپلې سيمې ته لاړ شي او خپله پلرنۍ مېنه اباده کړي.

هغه په ښي لاس په يوه لوی ميدان کې ولاړو شلېدلو خېمو ته په اشارې وويل چې دغه ټول يې کليوال دي او د جنګ له امله يې خپلې سيمې پرېيښې دي.

ګل نور وايي: “په دغه ځای کې يواځې زموږ د ولسوالۍ شاوخوا پنځوس کورنۍ په خېمو کې ژوند کوي چې ډېری يې زما خپلوان هم دي، هلته نور ژوند نه کېده، د جنګ له لاسه مو نه ورځ درلوده او نه هم شپه، مجبور شوو چې د خپل سر خوندي کولو په خاطر دلته را کډوال شو.”

د جګړو له امله دغه بېځايه شوی کس وايي چې په ټوله کې په شولګر ولسوالۍ کې د دوی کورنۍ پنځوس جريبه ځمکه درلوده چې هر کال به يې ورنه حاصلات اخيستل خو خو سږ کال يې د جګړو له امله ځمکه شاړه پاتې ده.

ګل نور وايي: “په ځمکه کې مو کار نه شو کولای، له پاسه به الوتکې راباندې بمونه اچول او لاندې به مو په کورونو هاوانونه لګېدل، اخر اړ شوو چې د خپل پلار نيکه مېنې پرېږدو او دلته په غربت کې ژوند غوره کړو.”

نوموړی اوس په تمه دی چې سوله به وشي او بېرته به خپلې سيمې ته ستون شي.

هغه وويل: “که سوله راشي، يوه ورځ هم دلته نه پاتېږم، ځم بېرته مې خپله مېنه ابادوم، په خپلو ځمکو کې کار کوم او خپلو ماشومانو ته روزي پيدا کوم.”

ګل نور په خپلو خبرو کې همدا راز وويل چې د تېرو شاوخوا څلورو لسيزو جګړو کې يې پنځلس خپلوان د بېلابېلو پېښو پر مهال وژل شوي دي.

هغه نور له روان جنګه ستړی ښکاري او له حکومت او طالبانو غواړي چې اوربند او سوله وکړي.

نوموړي زياته کړه:” دا جنګ که ګټل کېدای نو په دې څلوېښت کلونو کې به چا ګټلی وای؛ دلته خو يواځې عام افغانان قرباني شول، اوس هم ډېره نه ده ناوخته شوې، زه له طالبانو او حکومت دواړو غواړم چې سوله وکړی او نور ملت له کړاوونو سره مه مخ کوی.”

هغه له هېواده د بهرنيو ځواکونو وتلو ته په اشارې وايي چې نور د جنګ د دوام لپاره ټولې پلمې ختمې شوې او هېڅ لوری حق نه لري چې لا هم جګړه روانه وساتي.

نوموړی وايي، که جګړه پای ته ونه رسېږي؛ نو د خلکو بېځايه کېدو ناورين به نور هم پراخ شي.

په ورته مهال په بلخ کې انګېرنې دا دي چې د نا امنيو په زياتېدو سره د دغه ولايت له ډېری ولسواليو خلک وتلي او خپلې سيمې يې پرېيښې دي.

په مزارشريف کې د ټولنيزو او سياسي چارو فعال غلام رسول ملکزي پژواک ته وويل چې د بلخ له يو شمېر نا امنه ولسواليو څخه د جګړو له امله خلک مجبور شوي چې خپلې سيمې پرېږدي.

د هغه په وينا، په ځينو ځايونو کې په بشپړ ډول د استوګني لوی کلي خالي شوي او اوسېدونکي يې نورو خوندي سيمو ته تللي دي.

نوموړی زياتوي، له خپلو سيمو د کورنيو بېځايه کېدل د نورو زيانونو تر څنګ ناوړه اقتصادي تاوانونه هم لري.

ملکزي وويل: “موږ ډېر داسې کلي لرو چې اوسېدونکي يې په بشپړ ډول ترې وتلي دي، هلته د خلکو ځمکې شاړې پاتې شوي، باغونه وچ شوي او د ګټې وټې دغه لارې هم بندې شوي دي.”

نوموړی له سولې وروسته خپلو سيمو ته د بېځايه شوو کورنيو ستنول مهمه چاره بولي او له حکومته دې برخې ته د جدي پاملرنې غوښتنه کوي.

د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د رسمي شمېرو له مخې، په ټول هېواد کې د جګړو له امله د داخلي بېځايه شوو شمېر ۴،۱ ميليون کسان ته رسېدلی دی.

د ياد وزارت معلوماتو پر اساس، د دغو بېځايه شوو غوښنه برخه يې بېړنيو مرستو ته اړتيا لري.

بلخ کې د کډوالو چارو رييس سيد مسعود قادري پژواک ته وويل چې د دوی د اټکليزو شمېرو له مخې، په بلخ ولايت کې ۲۵زره بېځايه شوې کورنۍ ژوند کوي.

د هغه په وينا، يادې کورنۍ په خېمو او کمپونو کې اوسېږي چې يو شمېر يې د خوراکي توکو له جدي کمښت سره مخ دي.

Visits: 109

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.