کابل (پژواک، ١٠ غبرګولى ١٤٠٠): د چاپېریال ساتنې ملي اداره وايي چې په کابل ښار کې به د هوا د کيفيت د تثبيت په موخه راتلونکو شپږو مياشتو کې لس دستګاوې نصب شي.
د چاپېریال ساتنې، په ځانګړې توګه د ژور نګارنګي او ښاري ککړتیا غونډه په کابل کې ترسره شوه چې په کې د يادې ادارې د مسوولينو ترڅنګ د ځینو بنسټونو استازو هم ګډون کړی و.
د ګالو موسسې د برنامو مدير ضیاءالدین عزیزي په دې غونډه کې وويل، چاپېريال ساتنه د ټولو وګړو مسووليت او ملي او اسلامي وجيبه ده چې باید ټول په دې برخه کې اساسي همکاري وکړي.
هغه زياته کړه: “زموږ د موسسې يوازېنۍ موخه دا ده چې د خپل چاپېریال ساتنه او کار ورته وکړو، دغه راز د عامه پوهاوي لپاره مو ډېر پروګرامونه په ښوونځيو او پوهنتونو کې عملی کړي دي.”
د مدنې ټولنې استازي سید سیف الله سادات وويل چې چاپېریال ساتنه په اصل کې د ژوند ساتنه ده او ټول مسوول دي چې باید پاک چاپېریال ته کار وکړي.
د نوموړي په وينا، د چاپېریال ساتنه د راتلونکي نسل امانت دی چې باید خيانت نه شي او په جديت سره فعاليت وکړي.
د چاپېریال سانتې ملي ادارې د تفتيش مسوول انجنير نېک محمد يادې غونډې ته وويل چې د ښاري ککړتیا او ژورنګارنګی موضوع په ټوله نړۍ او افغانستان کې مهمه او بحراني ده .
هغه زياته کړه “له بده مرغه په افغانستان کې د چاپيريال ککړتيا ډېرې منفي اغيزې لري او مونږ اوس د چاپیریال په غیر نورمال حالت کې شتون لرو.”
د نوموړي په وينا، په کابل ښار کې به د هوا د کيفيت د تثبيت په موخه راتلونکو شپږو مياشتو کې لس دستګاوې نصب شي.
نېک محمد وايي چې اقلیمي بدلون نړيواله ستونزه ده او ټول هېوادونه بايد په دې برخه کې سره همکاري وکړي.
د دغه پروګرام يوه ګډونوال احمد ولي نيازي وویل چې دا ډول برنامې کولی شي چې د چاپېریال د ککړتيا او په دې برخه کې د شته ستونزو د هواري لپاره لارې چارې په ګوته کړي.
Views: 68
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن