کابل (پژواک، ۱۱ غبرګولی ۱۴۰۰) : د افغانستان برښنا شرکت وایي چې د کابل ښار په قره باغ ولسوالۍ کې د برښنا یوه پایه بیا الوځول شوې ده.
د برښنا شرکت لخوا د غبرګولي په ۱۱مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نن ماخوستن مهال د رڼا ددښمنانو لخوا د قره باغ ولسوالۍ د شینوار په سیمه کې د برښنا یوه پایه په بمونو الوځول شوې ده.
سرچینې زیاته کړې چې له امله یې د کابل او یو شمیر ولایتونو برښنا پرې شوې ده.
برښنا شرکت ویلی چې ددوی تخنیکي ټیم سیمې ته رسیدلی او د ترمیم چارې به ژر پیل کړي.
تر دې مخکې د برښنا شرکت ویلی وو چې په تاجیکستان کې د طوفان له امله د افغانستان د وارداتي برښنا لینونو کې ستونزې پیدا شوې چې له امله یې د کابل او ۱۲ ولایتونو برښنا پرې شوې ده.
د یادونې وړ ده چې له تیرو څو اوونیو راهیسې څو ځلې د کابل په شمالي ولسوالیو کې د برښنا پایې په بمونو الوځول شوې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP