Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کابل ښار کې دوو چاودنو مرګ ژوبله اړولې

کابل (پژواک، ۱۱ غبرګولی ۱۴۰۰) : د کابل ښار ددریمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې نن تر ماښام وروسته دوه چاودنې شوې دي.

د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامرز د غبرګولي په  ۱۱مه، پژواک اژانس ته وویل چې لومړۍ چاودنه په شاوخوا اوه بجو د کابل ښار ددریمې حوزې اړونده دسر کاریز په سیمه کې پر یو کاسټر موټر وشوه.

هغه زیاته کړه، چې دویمه چاودنه نیم ساعت وروسته د همدې سیمې به ګولایی دواخانه سیمه کې شوې ده.

خو نوموړي د مرګ ژوبلې په اړه معلومات ورنه کړل.

خو نورو سرچینو ویلي چې په دې چاودنو کې شپږ تنه وژل شوي او تر لسو زیات ټپیان دي.

په دې اړه به نور جزییات وروسته خپاره شي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.