کابل (پژواک، ۱۱ غبرګولی ۱۴۰۰): په کابل کې امنیتي مسوولین وایي چې ناپېژاندو وسله والو د کابل ښار دوولسمې حوزې مربوطاتو کې یو امنیتي منسوب وژلی دی.
د کابل امنیې قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز د دغه خبر د تایید ترڅنګ پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه پېښه تېر مازدیګر شاوخوا شپږ بجې د ارزان قیمت په سیمه کې رامنځته شوې ده.
هغه وایي چې تر اوسه د دې پېښې په تړاو څوک نه دي نیول شوي خو پولیسو د پېښې د عاملینو نیولو لپاره څېړنې پيل کړې دي.
یوې امنیتي سرچینې چې د نوم له اخیستلو یې ډډه کوله، وویل چې وژل شوی «څارمن عتیق الله» له درنو جرمونو سره د مبارزې پولیس افسر و چې تېره ورځ د کابل ښار دوولسمې حوزې اړوند سیمه کې د موټرسایکل سپرو وسله والو له لوري ترور شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د کابل ښار اړوند سیمو کې جرمي پېښې، په ځانګړي ډول هدفي وژنې ډېرې شوې او خلک یې اندېښمن کړي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP