ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حنيف اتمر د داعش ضد نړيوال ايتلاف ناسته کې ګډون کوي

حنيف اتمر د داعش ضد نړيوال ايتلاف ناسته کې ګډون کوي

author avatar
1 Jun 2021 - 18:01
حنيف اتمر د داعش ضد نړيوال ايتلاف ناسته کې ګډون کوي
author avatar
1 Jun 2021 - 18:01

کابل (پژواک، ١١ غبرګولى ١٤٠٠) : د افغانستان د بهرنيو چارو وزير د داعش ضد نړيوال ايتلاف د بهرنيو چارو وزيرانو په ناسته کې ګډون کوي.

د بهرنيو چارو وزارت له خوا د غبرګولي په ١١مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر په کابل کې د متحده ایالاتو د سفارت له شارژدافیر، راس ویلسن سره وکتل.

سرچينې زياته کړې، په دغې کتنه کې حنيف اتمر په تېرو دوه لسیزو کې له افغانستان سره د متحده ایالاتو د همکاریو ستاینې ترڅنګ، د افغانستان د سولې په بهیر کې د وروستيو پرمختګونو په اړه خبرې وکړې.

له  نړیوالې ټولنې څخه د افغانستان خلکو او حکومت غوښتنو ته په اشارې سره، د بهرنیو چارو وزیر له افغانستان څخه د غوڅ ملاتړ ځواکونو له وتلو وروسته، له دفاعي او امنیتي ځواکونو سره د متحده ایالاتو د مالي او روزنيزې مرستې دوام او پراختیايي مرستو دوام مهم وباله.

په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ثبات د ټینګښت لپاره د خپل هېواد د هڅو په اړه له خبرو سربېره، د متحده ایالاتو د سفارت شارژدافیر له افغانستان څخه د سرتېرو وتلو د وروستيو جزيياتو په اړه خبرې وکړې او اتمر ته یې د افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو او د افغانستان د سولې له بهیر څخه د متحده ایالاتو د ملاتړ د دوام ډاډ ورکړ.

همدا راز، د متحده ایالاتو د سفارت شارژدافیر د افغانستان او متحده ایالاتو تر منځ دوه اړخیزو امنیتي تړونونو ته په اشارې سره، د افغانستان د امنیتي سکتور د ودې په برخه کې په ځانګړې توګه د کابل نړیوال هوايي ډګر په امنیت کې د همکارۍ د دوام په اړه هم خبرې وکړې.

د متحده ایالاتو د سفارت شارژدافیر دغه راز د داعش پر وړاندې د نړیوال ایتلاف د بهرنیو چارو وزیرانو ناسته کې چې په راتلونکې مياشت کې په ایټالیا کې جوړيږي، د ګډون لپاره اتمر ته د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر، انتوني بلنکین بلنلیک وړاندې کړ.

په خبرپاڼه کې راغلي، اتمر د دغې ناستې د جوړولو طرحې څخه په ستاينې سره، د داعش پروړاندې مبارزه کې د نړیوال ایتلاف ناستې د اهمیت او په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د سولې او ثبات د تامینولو په اړه هم مفصلې خبرې وکړې.

  . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.