Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

خالد: د اړتيا پر مهال د بهرنيو ځواکونو هوايي ځواک له موږ سره مرسته کوي

کابل (پژواک، ١١ غبرګولى ١٤٠٠) : د افغانستان د ملي دفاع وزير وايي چې که څه هم اوس نږدې ټول عمليات افغان ځواکونه کوي، خو د اړتيا پر مهال د بهرنيو ځواکونو هوايي ځواک ور سره مرسته کوي.

د ملي دفاع وزير اسدالله خالد دغه څرګندونې پرون مازيګر ناوخته په کابل کې د کومانډو له تقويتي کورس څخه د فارغ شويو سلګونو افسرانو او سرتېرو د فراغت مراسمو ته وکړي.

د ملي دفاع وزارت وايي چې له دې کورس څخه  ۴۳۷ تنه افسران، بريدملان او سرتېري فارغ شول.

نوموړي کومانډویانو ته د فراغت مبارکۍ ورکولو ترڅنګ هغوی له هېواد څخه د خپلواکه دفاع لوی مسوولیت ته ځیر کړل .

هغه زياته کړه : " تاسو له دښمن سره په مخامخ جګړه کې ثابته کړه چې د هېواد له هرې لوېشتې خاورې څخه ساتنه کوئ او د جګړې په ډګر کې ستاسو په حضور سره د دښمن ځان لړزیږي."

خالد وويل :(( تاسو په داسې حال کې فارغېږئ، چې موږ د هېواد د دفاع مسووليت اخيستى، له ٩٠ سلنه ډېر عمليات موږ په خپله کوو.))

د نوموړي په وينا، د نړيوالو ځواکونو همکاري نه ده قطع شوې، تر ٢٠٢٤ کاله، ستاسو د روزنې، لګښتونو، وسايلو او وسايطو په برخه کې امريکا او نړۍ ژمنه او تړون لري او حتى د اړتيا پر مهال د هغوى هوايي ځواکونه هم له موږ سره مرسته کوي.

د ملي دفاع وزير وويل : " تر اوسه چې څومره عمليات شوي، زموږ خپلو ځواکونو دا ثابته کړه چې زموږ ځواکونه له خپلې لوېشتې لوېشتې خاورې څخه دفاع کولى شي. ، موږ له دې خاورې څخه د دفاع او ساتنې توان لرو، خو د حکومت ستراتېژي د سولې لپاره کار کول دي. "

هغه وايي، حکومت د سولې لپاره خپلې ټولې هڅې کړې دي، خو دښمن خپلې ټولې هڅې د جګړې لپاره په لاره اچولې دي.

ده زياته کړه : " پر طالبانو او ځوانانو غږ کوم چې د بهرني دښمن له خوا د دوى د مشرانو له خوا چې د خپل شخصي اهدافو لپاره غوليدلي او د وطن په مقابل کې یې سلاح اخيستې ده، نور هېڅ دليل نه لري چې د دې وطن په مقابل کې جنګ وکړي.، هيله لرم چې دوى هم په دې ټکي پوه شي او نور د سولې لاره خپله کړي. "

د ځانګړو عملیاتو د قول اردو قوماندان تورنجنرال هیبت الله علیزي د دغو کومانډویانو فراغت په اوسنیو شرایطو کې د ارزښت وړ وباله او ويې ويل چې کومانډویان او ځانګړي قطعات په هېواد کې د سولې او ټیکاوو لپاره جنګېږي او هر ډول قربانۍ ته چمتو دي.

د دغه پروګرام په یوه برخه کې د ځانګړو عملیاتو قوماندان برید جنرال هیبت الله علیزي او د ۷۷۷ هوایي لوا قوماندان برید جنرال زیارمل پیلوټ ته د جمهوري ریاست د عالي مقام په منطورۍ د ملي دفاع وزیر له لوري د تورنجنرالۍ رتبې تفویض شوې.

همداراز د ځانګړنو عملیاتو قول اردو، ۲۱ قوماندانانو ته د زیار او لاسته راوړنو په ویاړ د "مېړانې" ځانګړي مډالونه ورکړل.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.