کابل (پژواک، ١١ غبرګولى ١٤٠٠) : د ناټو سرمنشي جينز سټولټنبرګ وايي چې که څه هم په افغانستان کې د دوى نظامي ماموريت پاى ته رسیږي، خو د دوامداره مرستو او همکاريو لپاره به يې ملکي ماموريت دوام وکړي.
هغه دغه څرګندونې پرون ناوخته په بروکسل کې د ناټو د دفاع او بهرنيو چارو وزيرانو تر غونډې يوه ورځ مخکې په يوه خبري کنفرانس کې وکړې.
ټاکل شوې ده، چې دغه غونډه نن د غبرګولي په ۱۱مه د بلجيم په پلازمېنې بروکسل کې ترسره شي چې د ناټو د دفاع او بهرنيو چارو وزيران به په ان لاين بڼه په کې ګډون وکړي.
د ناټو سرمنشي وويل، په دغې غونډه کې به د سازمان د راتلونکې سرمشريزې غونډې اجنډا، د افغانستان، عراق او اوکراين په اړه د اړوندو موضوعاتو په هکله خبرې وشي.
د ناټو سرمشريزه غونډه دوه اوونۍ وروسته د جون په ١٤مه، په بروکسل کې ترسره کېږي.
سټولټنبرګ د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې د افغانستان امنيتي حالات اوس هم ښه نه دي، ګواښونه او ننګونې ډېرې دي.
هغه زياته کړه چې له افغانستان څخه د ځواکونو ايستل خطرونه لري، خو که ځواکونه هلته پاتې شي، نو د جګړو او مرګ ژوبلې خطرونه هم ډېریږي.
د ناټو سرمنشي وايي، د همدې خطرونو له مخې دوى له افغانستان څخه د وتلو پرېکړه وکړه.
ده وويل : (( موږ هېڅ کله دا نه غوښتل چې په افغانستان کې به د تل لپاره پاتې کېږو.))
سټولټنبرګ زياته کړې چې که څه هم دوى په افغانستان کې خپل نظامي ماموريت پاى ته رسوي، خو له افغانستان سره په نورو برخو کې خپلې مرستې او همکارۍ زياتوي.
د هغه په وينا، دوى به په افغانستان کې خپل ملکي ماموريت ته ادامه ورکوي، څو د افغان امنيتي بنسټونو د ظرفيت په لوړولو کې مرستې وکړي.
د ناټو سرمنشي وايي چې دوى به د افغان ځواکونو مالي همکاريو ته هم ادامه ورکړي او په پلان کې لري چې له افغانستان څخه بهر دوى ته روزنه ورکړي.
د هغه په وينا، په افغانستان کې د نړيوالې ټولنې د دوامداره حضور په موخه دوى د کابل هوايي ډګر د امنيت او فعاله ساتلو لپاره هم خپلو همکاريو ته ادامه ورکوي.
سټولټنبرګ زياته کړې : (( بالاخره افغانان بايد د خپلو چارو مسووليت واخلي، زموږ د تېرو کلونو د همکاريو له امله افغان ځواکونو ډېر پرمختګ کړى، زه له دوى څخه ډېر متاثره شوى يم، ډېر مسلکي روزل شوي دي. ))
Views: 75
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن