Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ګردېز کې د هدفي وژنو په لړ کې دوه کسان ووژل شول

ګردېز (پژواک، ۱۱ غبرګولی ۱۴۰۰): د پکتيا ولايت په مرکز ګردېز کې د ناامنيو او هدفي وژنو په دوام ناپېژاندو وسله والو د لومړۍ امنيتي حوزې اړوند په شکرخېلو سيمه کې دوه کسان پر ډزو ووژل.

ياده پېښه نن ماسپښين شاوخوا ۲:۳۰ رامنځته شوې ده.

د يادې سيمې يو تن اوسېدونکي وحيدالله پژواک ته وويل چې په وژل شويو کې د عطاالله په نوم يو تن د ګذر وکيل او يو بل ملکي کس شامل دي.

نوموړی وايي:((نامعلومو وسله والو پر عطاالله او يو بل ملکي نفر ډزونه وکړل، يو ځای پر ځای مړ شوی و او عطاالله د قول اردو روغتون ته په لاره کې ساه ورکړه. دا ملکي کسان و او هېڅ مشکل يې نه درلود.))

د پکتيا امنيه قومانداني هم پېښه تائيدوي او وايي چې عاملين له سيمې په تېښته بريالي شوي دي.

د قوماندانۍ وياند لعل محمد اميري پژواک ته وويل، امنيتي ځواکونه سيمې ته رسېدلي او پلټنې يې پيل کړې دي.

د ګردېز اوسېدونکي په دغه ښار کې ناامنيو او د يادو بريدونو دوام سخت اندېښمن کړي او نيوکه کوي، چې مرکزي مسوولې ادارې د روان حالت د سمون په اړه هېڅ ډول اقدام نه کوي.

مدني فعال غازي افغان د پکتيا امنيتي رهبري بې کفايته او مفسده يادوي او په ورته هېڅ پېښه کې يې د عاملينو نه نيول کېدو د پوښتنې وړ بولي.

افغان پژواک ته وويل:((ټول خلک له ډېره وخته د مفسد امنيه قوماندان لرې کولو غوښتنه کوي او همدا وايي چې وړ خلک دې وګومارل شي، دلته له امنيتي او کشفي ارګانونو خپلې وظيفې پاتې او په نورو شيانو سر دي. مرکزي حکومت دې جدي پام وکړي، که نه د خلکو له غبرګون سره به مخ شي.))

چا تر اوسه د ياد بريد مسووليت نه دی منلی.

وړمه ورځ هم د ګردېز ښار په منځ لومړۍ درجه امنيتي سيمه کې څلور موټر سپرو د نوي کابلبانک د ساتونکو پر موټر چې له افغانستان بانک څخه يې ياد بانک ته پيسې لېږدولې، بريد وکړ.

په دغه بريد کې د نوي کابلبانک دوه ساتونکي ووژل شول، درې ټپيان شول او بريدګرو له يادو ساتونکو څخه لس ميليونه افغانۍ او وسلې هم يوړې، خو تر اوسه د يادې پېښې هېڅ څېړنه نه ده شوې.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.