ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

يوناما: د سولې خبرو پرمختګ لپاره دې تاوتريخوالى کم شي

يوناما: د سولې خبرو پرمختګ لپاره دې تاوتريخوالى کم شي

author avatar
1 Jun 2021 - 17:59
يوناما: د سولې خبرو پرمختګ لپاره دې تاوتريخوالى کم شي
author avatar
1 Jun 2021 - 17:59

کابل (پژواک، ١١ غبرګولى ١٤٠٠) : د ملګرو ملتونو د يوناما دفتر ويلي چې د سولې خبرو اترو د پرمختګ لپاره دې تاوتريخوالى او ملکي تلفات په بېړنۍ توګه کم شي.

په کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر يوناما له خوا د غبرګولي په ۱۱مه، پژواک اژانس ته په يوه را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په افغانستان کې د ملکي تلفاتو وروستي زياتوالي ته په کتو چې د دوى له  خوا ثبت شوی، د سولې خبرو اترو پرمختګ لپاره د تاوتریخوالي د کموالي پر بېړنۍ اړتيا ټينګار کوي .

ملګري ملتونه د افغانستان په شخړه کې له ښکېلو ټولو غاړو غواړي چې د ملکي وګړو د خونديتوب لپاره ډېر څه ترسره کړي.

سرچينې زياته کړې، يوازې په درېیو ورځو کې په کندهار، هلمند، اروزګان، پروان، سرپل او کاپیسا کې په ۷ ثبت شويو پيښو کې ۲۳ ملکي وګړي وژل شوي او ۴۹ نور ټپيان شوي دي.

يوناما ويلي، ډېر ملکي وګړي د افغان پوځ او طالبانو له خوا په غير مستقيمو ډزو کې وژل او ټپيان شوي دي.

په خبرپانه کې راغلي، د افغانستان د ملي اردو هوايي بريدونه او د حکومت مخالفو عناصرو د ځای پر ځای شويو چاودېدونکو توکو کارېدل هم د ‌ډېرې ملکي مرګ ژوبلې لامل دي.

يوناما خپلې موندنې له ښکېلو غاړو سره شريکوي او له دوی په ټينګار سره غواړي چې د ملکي وګړو د خونديتوب لپاره ټول اقدامات ترسره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې پرون د افغانستان د کورنيو چارو وزارت ويلي و چې په تېره مياشت کې د وسله والو طالبانو په بريدونو کې څه باندې ٧٠٠ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

خو طالبان دغه ادعاوې ردوي او وايي چې ملکي تلفات د حکومتي ځواکونو له خوا اوړي.

Views: 30

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.