Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کونړ اسعد اباد ښار چاودونه کې یو تن وژل شوی ۹ ټپیان دي

اسعد اباد (پژواک، ۱۲ غبرګولی ۱۴۰۰) :  د کونړ ولایت د مرکز اسعد اباد ښار په یوه چاودنه کې یو ماشوم وژل شوی او نهه نور کسان ټپیان شوي دي.

د کونړ امنیه قوماندان سمونوال محمد یوسف د غبرګولي به ۱۲مه، پژواک اژانس ته وویل چې  دا چاودنه نن ماښام مهال د اسعد اباد ښار د چغان په سیمه کې پر یو شخصي موټر شوې وه.

هغه زیاته کړه چې د چسپکي ماین په دې چاودنه کې یو ماشوم وژل شوی او درې نور ژوبل شوي دي.

خو د روغتون رییس ډاکټر عطاء الله ساپي پژواک ته وویل چې له پيښې ځای څخه نهه ټپیان ورړل شوي چې څلور ماشومان پکې دي .

د هغه په وینا، د څلورو ټپیانو روغتیایي حالت د اندیښنې وړ دی.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.