کابل (پژواک، ۱۲ غبرګولى۱۴۰۰): د فوايد عامې وزارت مسوولين وايي چې په تېرو شپږ میاشتو کې د دغه وزارت ۳۷ کارکوونکي د اداري فساد په تور عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي شوي دي.
د فوايد عامې وزارت وياند خليل اميد د غبرګولي په ۱۲مه پژواک ته وويل چې د دغه وزارت د تفتیش ریاست د ۱۳۹۹ کال له تلې میاشتې راهیسې تر دې مهاله ۲۸ د اداري فساد قضیې څېړلي چې له مخې یې ۳۷ کسان عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي شوي دي.
د نوموړي په وينا، په یادو کسانو کې سروې کوونکي، مدیران، آمرین، رییسان او يو معين شامل دي.
خو اميد د يادو کسانو نومونه په ډاګه نه کړل.
هغه زياته کړه، په یاده موده کې ۵۳ کسان د افغانستان د ملکي خدمتونو د قانون له مخې تادیب شوي او ۳۷ نورې قضیې هم تر څېړنو لاندې دي.
دغه راز ده وويل: (( ټولګټو وزارت رهبري چې له فساد سره کلکې مبارزې ته ژمنه ده او تر دې مهاله یې ګڼې لاسته راوړنې هم درلودلې دي اوس مهال یې د داخلي تفتیش د وړتیاوو د پیاوړتیا لپاره د عملي او مسلکي لارو چارو د زده کړې کورس هم پیل کړى دى.))
دی وايي، په ياد کورس کې د تفتیش ادارې کارکوونکو ته د قوانینو، مقرريو او طرزالعملونو د پلي کېدو او هغو لارو چارو ښودنه کیږي چې د فساد پر وړاندې د مبارزې لپاره ګټور دي.
ده وويل چې يادو کارکوونکو ته به په دې کورس کې د علمي، حقوقي او تقنیني مسایلو د ور زده کولو تر څنګ په چارو کې د روڼتیا رامنځته کېدو او هېواد پالنې روحیه هم ورکول کیږي، تر څو د ابادۍ په موخه غوره تفتیش ترسره کړي.
Views: 70
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن