Language

کابل کې چاودنې څلور کسان وژلي او څلور نور ټپيان دي

کابل (پژواک، ۱۳ غبرګولی ۱۴۰۰): د کابل امنیتي مسوولین وایي چې د کابل ښار د شپږمې ناحیې اړوند چاودنه کې څلور کسان وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

د کابل امنیې قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز د دې پېښې د تاييد ترڅنګ پژواک خبري اژانس ته وویل، نن له غرمې وروسته شاوخوا یوه بجه او ۴۵ دقیقې د شپږمې ناحیې اړوند د چهاردهي چهارقلعه پر عمومي سړک پر یوه شخصي ټونس موټر د ماین چاودنه وشوه.

ده زیاته کړه چې د دې چاودنې په پایله کې څلور ملکي وګړي وژل شوي او تر ۴ ډېر ټپيان دي.

د سرچینې په خبره، د دې پېښې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي او د پېښې په اړه د امنیتي ګډ ټېم څېړنې دوام لري.

دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې مخکې د کابل درېیمې حوزې اړوند پر دوو لیني کاسټر موټرو د دوو چاودنو له امله ۱۰ کسان ووژل شول او ۱۲ نور ټپيان وو.

Related Topics