کابل (پژواک، ۱۳ غبرګولی ۱۴۰۰) : بريتانيا تازه افغانستان ته ۵۰ ځانګړي کومانډو سرتېري رالېږلي، څو له افغانستان څخه د خپلو نورو سرتېرو په خوندي ایستلو کې مرسته وکړي.
د بريتانيا يوې رسنۍ (دي ميرر) د غبرګولي په ۱۳مه، خبر ورکړی چې بريتانيا د ناټو په چوکاټ کې د تر ټولو اوږدې جګړې د پای ته رسولو په لړ کې له افغانستان څخه خپل ټول ځواکونه وباسي.
سرچينې د بريتانیا د وسله والو ځواکونو په حواله خبر ورکړی چې په خوندي توګه د دغو ځواکونو د ایستلو په موخه ۵۰ کومانډو سرتېري تازه کابل ته رسېدلي دي.
دا په داسې حال کې ده چې اوس مهال په افغانستان کې ۶۰۰ بريتانوي سرتېري مېشت دي او د افغان ځواکونو د روزنې ماموریت پر مخ وړي.
بريتانوي امنيتي سرچينو ويلي چې کابل ته تازه رسېدلي سرتېري له امريکايي ځواکونو سره په ګډه هوایي او ځمکنۍ ګزمې کوي.
سرچينې زياته کړې چې له افغانستان څخه وتل خطرونه لري او هر وخت د وسله والو ترهګرو د بریدونو وېره وي.
Views: 815
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن