ترینکوټ ( پژواک، ۱۳ غبرګولی ۱۴۰۰ ): د اروزګان ولایت د ګیزاب ولسوالۍ ځايي اوسېدونکي وايي، چې وسله والو طالبان تېره شپه پر ولسوالۍ تر ډله ييزو بريدونو وروسته د دغې ولسوالۍ بازار او ودانۍ نیولي دي.
د ګیزاب ولسوالۍ مخکني ولسوال عبدالله د غبرګولي په ۱۴مه، پژواک ته وویل، طالبان توانېدلي چې د ولسوالۍ د ودانۍ په ګډون، کاخ، چوڼۍ، بالا ژړه، دره یې سندان، خېلي نوو، امید، قزلباش او ګڼې نورې سیمې ونیسي.
د هغه د معلوماتو له مخې، طالبانو د تېرې شپې جګړې پرمهال ۱۳ پولیس له ځان سره بیولي، خو د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لري.
یوې بلي ولسي سرچينې هم پژواک ته تایید کړه چې طالبانو ګیزاب کې د تېرې شپې جګړه کې پرمختګ کړی او د ولسوالۍ د بازار په ګډون یې شاوخوا سیمې نیولې دي.
د سرچیني په حواله، په دغې جګړه کې دوه پولیس هم وژل شوي او اوس مهال د ملي اردو پر کنډک جنګ روان دی.
ګیزاب ولسوالۍ شاخوا درې میاشتي وړاندي له وسله والو طالبانو ونیول شوه او هلته بیاځلي امنیتي پوستې ځای پر ځای شوې وې.
د اروزګان والي محمد عمر شېرزاد د یوې خبري ناستي پرمهال په ګیزاب کي د وسله والو طالبانو له خوا پيل شوې جګړه مني، خو ډاډه دی چې هغوی به هیڅکله د ولسوالۍ د بیا نیولو توان ونه لري.
هغه وايي، وسله وال طالبان به هېڅ کله پرمختګ ونه کړي، ځکه چي نه یوازې په ګیزاب کې امنیتي ځواکونه شته، بلکې د دغه ولایت په ټولو ولسوالیو کي افغان پوځ د خپلو خلکو د ساتنې وړتیا لري.
شېرزاد وایي، طالبان ځکه دغه موسم کې خپلو جګړو ته زور ورکوي، چې د خلکو د فصلونو ټولېدو وخت وي او دغه ډله د جګړې له امله د خلکو یو کلنه خواري په اوبو لاهو کوي.
وسله والو طالبانو تر دې مهاله د ګیزاب د جګړو په اړه څه نه دي ویلي.
Views: 584
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن