کابل ( پژواک، ۱۴ غبرګولی ۱۴۰۰): د پاکستان پولیسو د پښتون ژغورنې غورځنګ (PTM) مشر منظور پښتین نیولی دی.
د راپورونو له مخې، هغه نن جمعه سهار وختي د خیبر پښتونخوا په کوهاټ سیمه کې د پولیسو له خوا نیول شوی دی.
ویل کېږي چې د پاکستاني پولیسو لخوا د منظور پښتین نور ملګري او د (PTM) غړي هم نیول شوي دي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ بل مخکښ غړي محسن داوړ د پاکستاني پولیسو لخوا د منظور پښتین نیول کېدل تائید کړي دي.
نوموړي پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې منظور پښتین په بنو کې د جاني خېلو غونډه کې د ګډون د مخنیوي په هدف نیول شوی دی.
محس داوړ زیاته کړې: “مخالفت جرم نه دی، د حقونو غوښته جرم نه دی، د (PTM) د هغه د ژر تر ژره خوشي کېدو غوښتنه کوي.”
پاکستان حکومت تر دا مهاله په دې اړه تبصره نه ده کړې.
د (PTM) مشر منظور پښتین تر دې مخکې هم څو ځله د پاکستان د پولیسو لخوا نیول شوی، خو تر څو ورځو وروسته بیرته ازاد شوی دی.
Views: 72
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن