Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د برېښنا مېترونو وېش له یونیم کلن ځنډ وروسته بېرته پیلېږي

کابل (پژواک، ۱۵ غبرګولی ۱۴۰۰): د افغانستان برېښنا شرکت مسوولین وایي چې له يونيم کلن ځنډ وروسته سبا (غبرګولي په ١٦مه) یو ځل بیا د مېترونو د وېش لړۍ پيلېږي.

دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوې چې د غبرګولي په ١٦مه د افغانستان برېښنا شرکت له لوري رسنيو ته لېږل شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي، اوس مهال په افغانستان کې د مېترونو د وېش یو واحد او منظم سیستم رامنځته شوی چې له مخې به يې ۲،۵ میلیونه مېترونه ووېشل شي.

د سرچينې په حواله، د همدغه منظم سيستم له مخې به له يونيم کلن ځند وروسته سبا يو ځل بيا د مېترونو د ويش لړۍ په ټول هېواد کې پيل شي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، اوس مهال په ټول افغانستان کې شاوخوا ۱،۷ ميليونه د برېښنا مېترونه وېشل شوي چې له دې ډلې ٧ سوه زره يې په کابل کې دي.

په اعلامیه کې زیاته شوې، هغه ستونزې او توپيرونه چې مخکې د مېترونو د وېش لړۍ کې وې، هغه اوس د نوي سیستم په رامنځته کولو سره له منځه تللې او پېرېدونکي کولای شي په ډېر کم وخت کې مېترونه ترلاسه کړي.

په دې اړه د برېښنا شرکت ویاند سنګر نیازي پژواک ته وویل چې د دغه شرکت په عملیاتي، تخنیکي، تجارتي او مدیریتي څانګو کې د پام وړ فني، کاري او مسلکي پرمختګونه رامنځته شوي دي.

هغه وایي، د جګړو او له ډېرو نورو ننګونو سره- سره بيا هم د برېښنا شرکت کارکوونکي هڅه کوي څو له خپلو امکاناتو سره سم هېوادوالو ته عادلانه برېښنا ورسوي.

نوموړي له ټولو هېوادوالو، امنیتي ځواکونو او د دولت له مخالفینو غوښتنه وکړه چې د ټولو عامه او ملي تاسیساتو او شتمنیو ترڅنګ د برېښنا د پایو، مزو او نورو تاسیساتو په ساتنه کې پوره ونډه واخلي.

د یادونې ده، د تېرو درېیو میاشوتو په اوږدو کې د برېښنا ٢٠ پایې د نامعلومو کسانو له لوري پر بمونو الوځول شوې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.