کابل (پژواک، ۱۵ غبرګولی ۱۴۰۰): کابل کې امنیتي مسوولین وایي چې د کابل ښار په بېلابېلو ساحو کې د جنایي جرمونو په تړاو ۲۷ کسان نیول شوي دي.
د کابل امنیې قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه ډله کسان د تېرو دوو ورځو په اوږدو کې د کابل ښار په لومړۍ، درېیمې، پنځمې، شپږمې، اوومې، اتمې، نهمې، یوولسمې، دیارلسمې، شپاړسمې او اتلسمې ناحیو کې د پولیسو له خوا په عملیاتو کې نیول شوي دي.
ده زیاته کړه چې دغو نیول شوو کسانو په جرمي مواردو، لکه قتل، مجرومحیت، د ټیلېفون غلا، د غیر قانوني سلاح لېږدولو، وسله والو غلاوو، د عامه نظم ګډوډولو، د موټرو غلا او مغلوبه نښته کې لاس درلود.
فرامرز وویل چې له نیول شوو کسانو اووه کمري وسلې پولیسو ترلاسه کړې دي.
ده په څرګنده کړه چې د امنیتي تړون په چوکاټ کې د خلکو او پولیسو همکاري په جدي ډول دوام لري. مجرمین په هېڅ ځای کې خوندي نه پاتې کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو ورځو کې د کابل په مختلفو ناحیو کې د جنایي جرمونو کچه زیاته شوې چې دغه معضلې د کابل د خلکو د اندېښنې لامل شوې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP