ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“امنیتي سرتېرو د نورستان له دواب او د غزني له دهیک ولسوالیو تاکتیکي شاتګ کړی”

“امنیتي سرتېرو د نورستان له دواب او د غزني له دهیک ولسوالیو تاکتیکي شاتګ کړی”

پارون- غزني ښار (پژواک، ١٥ غبرګولى ١٤٠٠): حکومتي مسوولين وايي چې امنیتي ځواکونو د نورستان له دواب او د غزني له دهيک ولسواليو تاکتيکي شاتګ کړى خو طالبان بيا د يادو ولسواليو د نيولو ادعا کوي.

د نورستان د امنيې قوماندانۍ وياند سراج الحق اميري د غبرګولي په ۱۵مه پژواک اژانس ته وويل چې امنیتي ځواکونو تېره شپه له دواب ولسوالۍ تاکتيکي شاتګ کړی دی.

دی وايي چې امنيتي مسوولينو اوس د ولسوالۍ د بېرته نيول لپاره د عملياتو په پلان کار پيل کړی دی.

د یادې سیمې یوه اوسېدونکي عبدالرقیب وویل چې طالبانو د حکومت سقوط کړو پوستو ته اور اچولی دی.

د نورستان ولایتي شورا رييس انجنیر سعدالله پاینده زوی وایي چې په دواب ولسوالۍ کې ځینې امنیتي پوستې د یوې معاملې له مخې طالبانو ته تسلیم شوې دي.

نوموړي زیاته کړه چې دغه کار په سیمه کې د مېشتو امنیتي ځواکونو مورال کمزوری کړی، نو ځکه ولسوالۍ یې له جګړې پرته طالبانو ته پرېیښې ده.

خو نورستان کې يوې باوري سرچينې پژواک ته وويل چې تېره شپه په دواب کې د حکومتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ سخته جګړه وشوه.

هغه وايي چې په دې جګړه کې د نورګرام ولسوالۍ لپاره د طالبانو د ولسوال صاحب داد په ګډون له لسو ډېر طالبان وژل شوي او د دواب ولسوالۍ لپاره د طالبانو د ولسوال قاري ملنګ په ګډون لسګونه نور ټپيان شوي دي.

بل لور ته د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې تېره شپه طالبانو د نورستان د دواب او مندول ولسواليو مرکزونه او د امنيې قوماندانيو ودانۍ نيولې دي.

مجاهد په نورستان کې د طالبانو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويلي.

دغه راز د يو بل خبر له مخې، په غزني کې هم حکومتي ځواکونو له دهيک ولسوالۍ تاکتيکي شاتګ کړى دى.

د غزني امنیه قوماندان مل پاسوال حکمت الله کوچی وايي چې د دهیک ولسوالۍ مرکز يې د خلکو په غوښتنه له خپل اصلي ځایه بل ځای ته انتقال کړى دى.

هغه وايي: ((د ولسوالۍ په انتقال کې هيڅ وسله واله نښته نه ده رامنځته شوې او نه هم چا ته کوم تلفات اوښتي دي.))

په ورته وخت کې د غزني د والي ویاند واحدالله جمعه زاده وايي چې د سیمې د خلکو په غوښتنه د ولسوالۍ مرکز يوې غونډۍ ته انتقال شوى دى.

هغه زياته کړه: ((موږ د خلکو د غوښتنې پر اساس او دا چې ملکي خلکو ته زیان ونه رسېږي، ولسوالۍ مو ۱۰۰ متره لرې یوې غونډۍ ته انتقال کړې ده.))

خو بل لور ته طالبان بيا د يادې ولسوالۍ د نيولو ادعا کوي.

د دې دلې وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې طالبانو له يوې نښتې وروسته د دهيک ولسوالۍ مرکز او امنيه قومانداني نيولي دي.

هغه وايي چې د يادې ولسوالۍ د نيولو پر مهال حکومتي سرتېرو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د غزني د دهیک، اندړو، زنخان، خوږياڼو، واغظ، رشیدان، اجرستان او ګیرو ولسواليو مرکزونه له خپلو اصلي ځايونو ښار ته نږدې نورو سيمو ته لېږدول شوي دي.

د يادونې ده، د مې مياشتې له لومړۍ نېټې تر اوسه وسله والو طالبانو په بېلابېلو ولايتونو کې اووه ولسوالۍ نيولې دي.

Views: 61

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.