ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ولسمشر غني او زلمي خلیلزاد ترمنځ دویم دور مذاکرات وشول

د ولسمشر غني او زلمي خلیلزاد ترمنځ دویم دور مذاکرات وشول

author avatar
7 Jun 2021 - 21:48
د ولسمشر غني او زلمي خلیلزاد ترمنځ دویم دور مذاکرات وشول
author avatar
7 Jun 2021 - 21:48

کابل (پژواک، ۱۷ غبرګولی ۱۴۰۰) : د ولسمشر محمداشرف غني په مشرۍ د افغانستان د سولې لپاره د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په مشرۍ د یاد هیواد بین الوزارتي پلاوي سره، دویمه ناسته ترسره شوه.

له ارګ څخه د غبرګولي په ۱۷مه، پژواک اژانس ته په یوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دغه ناسته کې چې نن مازدیګر په ارګ کې وشوه، د جمهوري ریاست مرستیالانو او د کابینې غړو هم حضور درلود، په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول د سیاسي، اقتصادي، ډیپلوماټیکو او امنیتي اړیکو د دوام په برخو کې د افغانستان او امریکا متحدو ایالتونو ترمنځ د همکاري د نوي فصل پر بنیاد تفصیلي خبرې وشوې.

د امریکا متحدو ایالتونو بین الوزارتي پلاوي یو ځل بیا په یادو شویو برخو کې له افغانستان سره د مرستو په موخه د دغه هیواد د حکومت تعهد څرګند کړ.

ولسمشر غني د یادو مرستو د دوام قدرداني وکړه وې ویل، د افغانستان د اړیکو نوی فصل به له بین المللي ټولنې په ځانګړي ډول د ستراتیژیک همکار امریکا متحدو ایالتونو سره د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا لامل وګرځي او د دواړو هیوادونو دولتونه به خپلو بحثونو ته دوام ورکړي.

د زلمي خلیلزاد په مشرۍ امریکایي پلاوي چې پرون سهار کابل ته رسیدلی، ولسمشر اشرف غني، ډاکټر عبدالله، پخواني ولسمشر حامد کرزي او د مدني ټولنې غړو سره یې پرون لیدلي وو.

 

Views: 43

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.