کابل (پژواک،۱۷ غبرګولی ۱۴۰۰) : د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د څرګندونو په ځواب کې ویلي، چې په افغانستان کې وینه توییدنې د پاکستان له همکارۍ پرته نه دریږي.
قریشي څو ورځې مخکې د پاکستان په ملتان ښار کې د خپلو پلویانو یوې غونډې ته د وینا پر مهال د افغانستان د ملي امنیت پر سلاکار ډاکتر حمدالله محب کلکې نیوکې وکړې او وې ویل چې دوی به نور له هغه سره هیڅ ډول اړیکې نه ساتي.
هغه دا څرګندونې په داسې حال کې کړې چې د ملي امنیت سلاکار ډاکتر حمدالله محب د تیر کوچني اختر کې ننګرهار ته د سفر پر مهال پر پاکستان کلکې نیوکې کړې وې چې ګوندې افغانستان ته وسله وال لیږي.
د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر د قریشي د پرله پسې نیوکو په غبرګون کې ویلي چې د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د افغانستان د دولت په نوم د وینې توییدینې د مخنیوي او په سوله کې پر مختګ ټینګار کړی دي.
هغه چې په هرات ولایت کې یې یوې خبري غونډې ته وینا کوله، وویل چې دادواړه مسلې د دولت او خلکو اندیښنې زیاتې کړې دي.
ده زیاته کړه : ((دولت او خلک درک کوي چې د پاکستان له همکارۍ پرته ممکن نه ده، چې د وینې توییدنې مخنیوي او سوله کې پرمختګ وشي. ))
اتمر وایي، له پاکستان سره همکاري حتمي ده او د افغانستان حکومت دا همکاري ساتي.
ده ویلي : (( ددواړو هیوادونو ترمنځ چې کوم حکالت رامنځته شوی ، زه پرې متاسف یم، خو باید واضحه ووایم چې هیڅکله نه پریږدو چې دا حالت د دوو دولتونو ترمنځ د همکارۍ مانع شي. ))
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP