ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“فاریاب کې دولتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې”

“فاریاب کې دولتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې”

author avatar
7 Jun 2021 - 16:09
“فاریاب کې دولتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې”
author avatar
7 Jun 2021 - 16:09

میمنه (پژواک،۱۷غبرګولی ۱۴۰۰): په فاریاب ولایت کې سیمه ییزې سرچینې وايي چې د طالبانو له خوا د قیصار ولسوالۍ د سقوط او جګړو د دوام له امله شاوخوا ۱۰۰ امنیتي منسوبین وژل شوي، ټپیان او طالبانو ژوندي نیولي، خو د دغه ولایت امنیتي سرچینو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

په فاریاب کې ځينې سیمه ییزې سرچینې ادعا کوي چې طالبانو د ولسوالۍ، امنیې قوماندانۍ، قیصار بازار تر نیولو روسته نن سهار بیا پراخ بریدونه پیل کړي او د «کوهي خانې» کلی یې تر خپل کنټرول لاندې راوستلی دی.

وسله والو طالبانو تېره ورځ تر پراخو بریدونو وروسته د قصیار امنیې قومانداني، ولسوالۍ، د ښاروالۍ ودانۍ او بازار نیولي دي.

د فاریاب د ولایتي شورا غړي محمد نادر سعیدي چې د قیصار اوسېدونکی دی پژواک ته وویل: ((وروسته له هغې چې طالبانو تېره ورځ د ولسوالۍ مرکز سقوط کړ، د بېلا بېلو قطعو یو شمېر سرتېرو کوهي کلي ته شاه تګ وکړ، د هوايي مرستو د رسېدو په هیله یې تر نن سهاره له مخالفینو سره جګړه وکړه، خو د مرکزي حکومت د بې غورۍ له امله څو ساعته مخکې کوهي کلي هم سقوط وکړ. شاوخوا ۱۰۰ امنیتي ځواکونه چې د ملي اردو، ملي پولیسو، ملي امنیت مفرزه او ولسي پاڅون کوونکو سرتېري په کې شامل وو طالبانو ژوندي نیولي او یو شمېر یې وژلي او ټپیان کړي دي.))

په ورته وخت کې یوې باوري حکومتي سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي پژواک ته وویل: ((طالبانو څو شېبې وړاندې شاوخوا ۶۰ تر ۷۰ سرتېري لوڅ سر او لوڅې پښې د بازار له داخله ارضلیک کلی ته انتقال کړل.))

سرچینې وویل، له تېر ماښام څخه تر نن سهار اتو بجو سخته جګړه روانه وه، یو شمېر امنیتي ځواکونه ووژل شول، طالبانو ۱۸ امنیتي ټپي امنیتي سرتېري په کوڅو او باغونو کې پیدا کړي او له ځان سره یې وړي دي.

نوموړي دغه راز زیاته کړه، د امنیتي ځواکونو اووه ټانکونه او لسګونه میله سپکې او درنې وسلې هم طالبانو نیولې، اوس مهال د ولسوالۍ د لوېدیځ څلور کیلو مترۍ کې د ملي اردو پر یوازیني مرکز جګړه روانه ده.

پژواک هڅه وکړه چې په دې اړه د فاریاب امنیتي مسوولینو نظر واخلي، خو مسوولین پر پرله پسې اړیکو سربېره هم نظر ورکولو ته حاضر نه شول.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو ویاند ذبېح الله مجاهد تېره ورځ ویلي و چې د قیصار ولسوالۍ پر امنیې قوماندانۍ تر موټربم برید وروسته دوی د قوماندانۍ ودانۍ نیولې او د کوهي خانې کلي د نیولې لپاره سخته جګړه پیل شوې ده.

هغه ادعا کړې وه چې د امنیې قوماندانۍ د ودانۍ نیولو په پایله کې ۳۰ امنیتي ځواکونه له خپلو وسلو او مهماتو سره یو ځای طالبانو ته تسلیم شوي دي.

Views: 23

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.