Language

د دهلې بند اوبو له خوشې کېدو سره کروندې او باغونه د وچېدو له ګواښ څخه وژغول شول

کندهار (پژواک، ۱۷ غبرګولی ۱۴۰۰): له ډېر انتظار او ځنډ وروسته د دهلې بند اوبه خوشې شوي چې د کندهار کروندګر او بڼوال یې خوشحاله کړي دي.

یاد شوی بند له تېرې یوې میاشتې راهیسې د وسله والو طالبانو په ولکه کې دی چې د اوبو خوشې کولو چارې د سیمې د مخورو او سپین ږیرو په منځګړتوب تر سره شوې.

دغه بند د کندهار د اووه ولسوالیو شاولیکوټ، ارغنداب، ژېړۍ، پنجوايي، ميوند، ډنډ او دامان د باغونو او کرنېزو ځمکو د اوبولو یوازینۍ سرچینه ده.

څو ورځې وړاندې د کندهار بڼوالو او کروندګرو خبرداری ورکړی و چې که د دهلې بند اوبه ژر خوشې نه شي نو باغونه او کروندې به یې وچ شي.

جان محمد چې د ارغنداب ولسوالۍ په سرکاري باغ سیمه کې د انارو باغ لري، د دهلې بند اوبو د خوشې کېدو له امله خوشحاله دی او وايي په دې سره د خلکو کروندې او باغونه د وچېدو له ګواښ څخه وژغول شول.

ده پژواک ته وویل: "له یوې خوا سږ کال سخته وچکالي ده، بل خوا په ارغنداب کې ۶ میاشتې جګړه روانه وه، خلکو خپل باغونه او کورونه پرې ایښي وو، کله چې جګړه پای ته ورسېده او خلک بېرته د خپلو باغونو او کروندو په سمبالولو بوخت شول نو دهلې بند طالبانو ونیو."

د ده په خبره، له همدې امله خلک په اندېښنه کې وو چې که د اوبو خوشې کېدل نور هم وځنډېږي نو کروندې او باغونه به یې وچ شي.

جان محمد وايي، د دهلې بند اوبه د وچکالۍ او وروستیو جګړو له امله پوره دوه میاشتې وروسته خوشې شوې دي.

دی زیاتوي چې له دې هر څه سربېره خلک خوشحاله دي چې بند ته زیان وا نه وښت او اوبه یې هم را خوشې شوې.

هغه وویل، خلکو د اوبو له راخوشې کولو سره د خپلو کروندو او باغونو په اوبولو پیل کړی او تمه لري چې ښه حاصلات ولري.

د کندهار د شاولیکوټ ولسوالۍ اوسېدونکي حاجي ګل محمد پژواک اژانس ته وویل، خلک هغه مهال اندېښمن شول چې شاوخوا یوه میاشت مخکې د دهلې بند د طالبانو تر ولکې لاندې راغی.

دی وايي، سږ کال له یوې خوا کم اورښتونه شوي او بند ډېر ناوخته له اوبو ډک شو، خو بل خوا بیا جګړې او امنیتي ستونزې لامل شوې چې پر وخت د اوبو خوشې کولو مخه ونیسي.

د ده په خبره، همدې ستونزې د خلکو باغونه او کروندې د وچېدو له ګواښ سره مخ کړي وو.

د کندهار د سیندیزې حوزې رییس انجنیر توریالي محبوبي پژواک خبري اژانس ته وویل، له هغه وروسته چې د دهلې بند د طالبانو لاس ته ولوېد، د سیمې مخور او قومي مشران لاس په کار شول او له طالب مشرانو سره یې ولیدل څو د اوبو خوشې کولو ته زمینه برابره کړي.

ده زیاته کړه، دوی د قومي مشرانو او ځايي طالب مشرانو تر منځ د شوې موافقې پر بنسټ پلان درلود چې د روانې غبرګولي میاشتې په لومړۍ نېټه اوبه خوشې کړي خو امنیتي ځواکونو عملیات پيل کړل.

نوموړی زیاتوي، له همدې امله د دهلې بند اوبو خوشې کولو چاره ۱۶ ورځې نوره وځنډېدله خوبالاخره وړمه ورځ د ارغنداب سیندیزې حوزې تخنیکي ټيم د ځايي مشرانو او مخورو په وساطت دهلې بند ته لاړ او اوبه یې خوشې کړې.

دی وايي، بند اوس هم د وسله والو طالبانو په ولکه کې دی خو ښه خبره دا ده چې د دغه بند تاسیساتو ته زیان نه دی اوښتی.

خو ده خواشیني وښودله چې د دهلې بند د ځنګل ۱۸ زره ونې په روانه جګړه کې د هاوانونو او هوايي بریدونو له امله سوځېدلې دي.

د ده په وینا، تېر کال یې په دې ځنګل کې ۳۴ زره ونې ایښې وې چې ډېرې یې د اور خوراک شوې.

نوموړی وايي، اوس هم په سیمه کې د جګړې ګواښ شته خو د دوی تمه دا ده چې دغه بند ته زیان و نه رسېږي، ځکه دا د ټول ولس ګډه شتمني ده.

محبوبي زیاتوي، دا چې سږ کال وچکالي ده په دهلې بند کې ۲۷۵ میلیونه متره مکعبه اوبه زېرمه شوې دي چې شاوخوا دوه میاشتې د اووه ولسوالیو د باغونو او کروندو لپاره بسنه کوي.

ده دا هم وویل چې په تېر کې د دهلې بند اوبه په وقفه یي بڼه خوشې کېدلې خو دا چې سږ کال د اوبو خوشې کېدل وځنډېدل، اوبه به له وقفې پرته خوشې وي.

په دې اړه امنیتي چارواکي او وسله وال طالبان څه نه وايي.

د دهلې بند د کندهار د اووه ولسوالیو د اوسېدونکو ځمکې او باغونه خړوبوي، خو اوس له رسوباتو ډک شوی او خلکو ته کافي اوبه نه رسېږي چې له امله یې د دغه ولایت پر کرنې بده اغېزه کړې ده.

په همدې بنسټ ټاکل شوې وه د دغه بند د دیوالونو لوړولو پروژې چارې پیل شي چې د سروې، ډیزاین او استملاک اړوند چارې یې وار له مخه بشپړې شوې دي.

د دهلې بند پروژه څلور برخې لري چې د بند د دېوالونو لوړول، د کرنې د کانالونو عصري کول، د کندهار ښار لپاره د څښاک د اوبو شبکې جوړول او د ۲۴ مېګاواټه برېښنا تولید په کې شامل دي.

د دهلې بند دېوالونه به ۱۲ متره او د پارچاوې دېوالونه به ۱۳،۶ متره لوړ شي چې ورسره به په دغه بند کې د اوبو د زېرمه کولو وړتیا درې برابره لوړه شي.

شاوخوا ۷۰ کاله مخکې چې دغه بند جوړ شوی و، د ۵۰۰ میلیونه متره مکعبه اوبو د ځایولو وړتیا یې لرله، خو د ډېرو کلونو په تېرېدو دغه بند له ۴۳ سلنه رسوباتو ډک شوی او اوس یې د اوبو زېرمه کولو وړتیا ۲۹۰ میلیونه متره مکعبه اوبو ته راټیټه شوې ده.

تېره میاشت چې ولسمشر کندهار ته راغلی و د دهلې بند د پروژې د چارو اړوند یې وویل چې د استملاک امر ورکوي او د اختر له درېیمې وروسته به یې عملي چارې پیل شي خو څو اوونۍ وروسته دهلې بند د وسله والو طالبانو لاس ته ولوېد.