پل علم (پژواک، ١٨ غبرګولى ١٤٠٠): د لوګر امنيتي مسوولين وايي چې د وسله والو طالبانو په بريد کې د دغه ولايت د استیناف څارنوالۍ د تحقيق څارنوال وژل شوى دى.
د لوګر د امنيې قوماندانۍ وياند ګل حيدر احمدي د غبرګولي په ١٨ مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو پرون ماښام د مرکز اړوند د لومړۍ حوزې په مربوطاتو کې د استیناف څارنوالۍ د تحقيق پر څارنوال محمد زمان ډزې کړې دي.
هغه زياته کړه: “څارنوال محمد زمان د خپل کور مخې ته ولاړ و چې طالبانو پر ډزې کړې او ځاى پرځاى وژل شوى دى.”
ګل حيدر وايي چې د پېښې په تور څوک نه دي نيول شوي، خو په اړه يې پلټنې روانې دي.
لويې څارنوالۍ هم د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره د نوموړي وژل کېدل تاييد کړي دي.
دغه راز د سيمې یو اوسېدونکي محمد اجمل پژواک ته وويل چې د موټرسايکل سپرو پر ډزو څارنوال محمد زمان وژل شوى دى.
دى وايي: “دوه کسان د پوليسو په لباس کې پر موټرسايکل ناست وو، پر څارنوال يې ډزې وکړې، مړ يې کړ او خپله له سيمې وتښتېدل.”
د دغې پېښې مسووليت تر اوسه چا نه دى منلی.
د يادونې ده چې څارنوال محمد زمان له تېرو شپږو کلونو راهيسې د لوګر د استیناف څارنوالۍ د تحقيق د څارنوال په توګه دنده ترسره کوله.
Views: 133
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن