Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د بلخ ديني عالمانو په هېواد کې د اوربند او سولې غوښتنه وکړه

مزارشريف (پژواک، ۱۸غبرګولی ۱۴۰۰) : د بلخ ولايت يو شمېر ديني عالمانو او سلګونو ځوانانو په مرکز مزارشريف ښار کې د يوې غونډې پر مهال په هېواد کې د اوربند او سولې ټينګېدو غوښتنه وکړه.

دوی چې د غبرګولي په ۱۸مه د حضرت علي روضې په جامع جومات کې راټول شوي وو، همدا راز يې په هېواد کې د جګړو پر زياتېدو اندېښنه وښوده او د طالبانو او حکومت تر منځ یې د سولې خبرو پر ګړندي کېدو ټينګار وکړ.

د بلخ د علماوو شورا مشر مولوي ذبيح الله حقجو کنفرانس ته وويل، چې په افغانستان کې د جګړې دوام د هېڅ لوري او په ځانګړي ډول د افغانانو په خير نه دی.

هغه زياتوي چې روانه کشاله بايد د خبرو او تفاهم له لارې حل شي.

د بلخ د علماوو شورا رييس همدا راز د هغو پاکستاني مذهبي مشرانو څرګندونې هم وغندلې، چې په افغانستان کې د روان جنګ په اړه يې کړې وې.

مولوي حقجو وويل: ((هغوی چې له موږ يې اسلام زده کړی، اوس دې بېرته موږ ته دين نه راښيي، موږ پوهېږو چې څه وکړو او څه ونه کړو، افغانستان اسلامي هېواد دی او د جګړې دوام په کې هېڅ معنا نه لري)).

نوموړي له حکومت او طالبانو څخه وغوښتل چې بېړنی اوربند دې وکړي او د تلپاتې سولې رامنځته کېدو لپاره دې زمينه برابره کړي.

ديني عالم سيد حيدر هاشمي هم په خپلو خبرو کې د سولې مذاکراتو پر ګړندي کېدو ټينګار وکړ.

هغه زياته کړه چې ښکېل افغان اړخونه دې له شعور او پوهې کار واخلي او د بهرنيو استخباراتو په اشاره دې د جګړې اور ته لمن نه وهي.

دغه ديني عالم همدا راز غوښتنه وکړه چې ښکېل اړخونه دې د جګړو پر مهال د ښوونځيو، تحصيلي مرکزونو، عام المنفعه شتمنيو ساتنې او خونديتوب ته پوره پاملرنه وکړي.

هغه زياته کړه: ((دا جنګ هغه مهال پای ته رسېږي چې مخالف جهتونه يو بل وزغمي، د سولې لپاره ښه نيت ولري او د جنګ د پای ته رسېدو اراده ورسره وي. زه پر هغوی غږ کوم چې د سولې مخالفو خارجي کړيو ته اجازه مه ورکوئ چې روانه پروسه خرابه کړي)).

نوموړي وويل چې افغانانو لويې لويې ستونزې د جرګو او مرکو له لارې حل کړي او په وينا يې اوس هم بايد مخالف لوري خپل منځ کې کېني او روان ناورين د خبرو له لارې پای ته ورسوي.

د مزارشريف ديني عالم مولوي رحمت الله بزرګ هم په خپلو خبرو کې په هېواد کې د بمي بريدونو پر زياتېدو اندېښنه وښوده.

هغه وويل چې د اسلام سپېڅلی دين حتی د جهاد پر مهال مسلمانانو ته اجازه نه ورکوي، چې سپين ږيري، ماشومان او بې وسلې کسان په نښه او له منځه يوسي.

نوموړي د عامو خلکو پر موټرو د چسپکي ماينونو چاودنې او همدا راز پر ښوونځيو بريدونه حرام وبلل او دا يې د افغانستان د دښمنانو کار وباله.

هغه وايي: ((د عامو خلکو د سورلۍ پر موټر باندې ماين چاودنه، په ولسي ځايونو کې انفجار، پر ښوونځي بريد او داسې نورې حملې په هېڅ دين کې روا نه دي او هغوی يې چې ترسره کوي، د هېڅ دين نمايندګي نه شي کولای)).

دغه ديني عالم هم د پاکستان له مذهبي مشرانو وغوښتل چې په افغانستان کې د جګړې د دوام په اړه دې له نامسوولانه څرګندونو ډډه وکړي.

د بلخ ديني عالمان په داسې مهال په هېواد کې د سولې او اوربند غوښتنه کوي، چې وروستيو ورځو کې د افغانستان په ګڼو ولايتونو کې درنې جګړې روانې دي.

په دغو جګړو کې ښکېلو اړخونو ته د تلفاتو اوښتو تر څنګ ملکي افغانانو ته هم ګڼ ځاني او مالي زيانونه اوښتي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.