Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

خلک: وسله والو طالبانو د ګردېز – زرمت او ګردېز – ډندپټان لويې لارې تړلې دي

ګردېز (پژواک، ۱۹ غبرګولی ۱۴۰۰): د پکتيا اوسېدونکي او ولايتي شورا وايي چې وسله والو طالبانو له پنځو ورځو راهيسې د ګردېز - زرمت او ګردېز - ډندپټان لويې لارې تړلې دي.

خلک د يادو لارو د تړل کېدو له امله له سختو ستونزو سره مخ دي او د خلاصولو غوښتنه يې کوي.

د زرمت اوسېدونکی سيد محمد زرمتی وايي چې طالبانو له تېرې نږدې يوې اوونۍ راهيسې د ولسوالۍ د تعمير بازار شاوخوا کليو اوسېدونکو ته د نه ګرځېدو اعلان کړی دی.

زرمتي پژواک ته وويل چې له څو ورځو راهيسې د تعمير لوی بازار ټولې هټۍ بندې دي او خلک د يادې ولسوالۍ د امنيتي وضعيت په اړه سخت اندېښمن دي.

نوموړي زياته کړه: ((دوکانونه ټول بند دي، ټولې لويې او وړې لارې يې بندې کړي او جرونه يې په کې کاږلي دي. خلک نور د خوراکي موادو له کمبود سره مخ کيږي، وضعيت ډېر خراب دی.))

پژواک ته په رسېدلو انځورونو او ويډيو کې ښکاري چې طالبانو د ګردېز ــ زرمت لويه لار او ځينې نورې فرعي لارې کېندلي او تعمير بازار يې تړلی دی.

د زرمت اوسېدونکي وايي چې وسله والو طالبانو يادې ولسوالۍ ته په غځېدلو لويو لارو کې ماينونه ځای پر ځای کړي او د ولسوالۍ سربېره يې ځينې امنيتي پوستې او بېزونه محاصره کړي دي.

د مقرب خېلو اسېدونکی سليم سلام وايي: ((د مقرب خېلو بېس او د ځينو نورو پوستو شاوخوا ځايونه يې نيولي دي. خلک يې په زور له کورونو ايستلي او په جوماتونو کې يې مرکزونه جوړ کړي دي.))

بلخوا يادې ډلې د ګردېز ــ ډنډپټان د نهو ولسواليو لويه لاره هم په احمدخېلو او لجه منګل ولسواليو کې تړلې او چا ته پرې د تګ، راتګ اجازه نه ورکوي.

د يادې سيمې يو قومي مشر حاجي روح الله منګل وايي چې طالبانو پر ياده لاره هيچا ته د تګ راتګ اجازه نه ورکوي او تېره ورځ يې لسګونه موټر له نيمې لارې بېرته ګردېز ته ګرځولي دي.

منګل پژواک ته وويل: ((له هغې ورځې چې په ميرزکه کې سخته جګړه وشوه، دا لاره يې هم بنده کړې ده. روغ، رنځور هيچا ته اجازه نه ورکوي.))

دغه راز د ولايتي شورا غړی محمدرحمن قادري خلکو ته د خوراکي توکو د رسېدو، د هغوی د امنيت او د وسله والو طالبانو له خوا په لارو کې د ماينونو ایښود په اړه اندېښمن دی او په دې اړه د اړوندو مرکزي او ولايتي ادارو جدي عمل غوښتنه کوي.

قادري پژواک ته وويل: ((دولت ته په کار ده چې په پوره تدبير مخې ته ولاړ شي او روان ناوړه حالت پای ته ورسوي.))

د زرمت ولسوال عبدالرحمن زرمتی هم د وسله والو طالبانو له خوا رامنځته شوی ناوړه حالت مني او وايي چې يادې ډلې پر خلکو فشارونه راوړي، چې خپل کورونه پرېږدي.

د پکتيا ولايت مقام وايي چې وسله والو طالبانو پر زرمت ولسوالۍ د لوی بريد پلان درلود، خو په خبره يې د تېرې او وړمې ورځې په ځمکني او هوايي بریدونو کې د ۲۲ وسله والو طالبانو په وژل کېدو يې پلان له ماتې سره مخ شوی دی.

د والي وياند عبدالرحمن منګل پژواک ته وويل چې وسله وال طالبان د زرمت د سقوط توان نه لري او دوی له اړوندو ارګانونو سره هڅه کوي چې د ګردېز ــ زرمت او ګردېز ــ ډنډپټان ولسواليو لويه لاره بېرته پرانيزي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

خو د پکتيا-پکتيکا د لويې لارې د تړل کېدو په اړه د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته ويلي و چې طالبانو د پکتيا-پکتيکا لويه لار تړلې ده.

مجاهد زياتوي: ((موږ د لارې په اوږدو کې پر پوستو او بېزنو د بريدونو پلان لرو نو ځکه مو لار تړلې او د نږدې کورونو له خلکو مو غوښتنه کړې چې بهر ته به ونه وځي.))

د يادونې ده چې په دې وروستيو کې په ټول هېواد جګړو زور اخيستى چې خلک يې سخت اندېښمن کړي دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.