ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طالبانو په بدخشان او سرپل کې اته امنیتي پوستې نیولې دي

طالبانو په بدخشان او سرپل کې اته امنیتي پوستې نیولې دي

سرپل، فیض اباد، شبرغان (پژواک،۱۹ غبرګولی ۱۴۰۰): سیمه ییزې سرچینې وایي چې په جوزجان ولایت کې د ځانمرګي برید مخه نیول شوې، بدخشان ولایت کې د ملي اردو ۱۸  سرتېري وژل شوي، ټپیان او ژوندي نیول شوي او په سرپل ولایت کې شپږ پوستې طالبانو نیولې دي.

د بدخشان د ارغنجخواه ولسوالۍ سرپرست غلام محمد وایي چې طالبانو تېره شپه له څو لورو د دغې ولسوالۍ پر امنیتي پوستو بریدونه وکړل.

هغه له جزئیاتو پرته وویل چې په دې څو ساعته نښته کې د «سرکوهي» دوه پوستې طالبانو ونیولې او ۱۸ د ملي اردو سرتېري او ولسي پاڅون کوونکي په کې وژل شوي، ټپیان او طالبانو ژوندي نیولي دي.

ده په ډاګه کړه چې د ارغنجخواه ولسوالۍ په مرکز «پنګ دښته» کې د دواړو لورو ترمنځ سخته جګړه روانه ده که مرستندویه  ځواکونه ونه رسیږي ښایي د ولسوالۍ د سقوط ترڅنګ دولتي ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله واوړي.

د طالبانو له خوا د شپږو پوستو سقوط

د یو بل خبر له مخې، د سرپل ولایتي شورا غړی اسدالله خرم وايي چې امنیتي ځواکونو تېر ماښام له شېراباد څخه د دغه ولایت د مرکز اړوند ګولایي تختې سیمې پورې د لومړې نمبر لویې لارې شپږ پوستې له مقاومت پرته خوشې کړې، یادې پوستې طالبانو نیولې دي.

هغه زیاته کړه چې د دغو شپږو پوستو له ډلې د درېيو امنیتي ځواکونه طالبانو ته تسلیم شوي، طالبانو یاد سرتېري خوشې کړي دي، د پاتې درېیو پوستو سرتېري طالبانو ته نه دي تسلیم شوي خو پوستې یې خوشې کړې دي.

د ده په خبره، طالبانو یادې پوستې له سقوط وروسته د ماینونو په وسیله تخریب کړې دي.

 د ځانمرګي برید مخنیوی You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.