کابل (پژواک، ۲۰ غبرګولی ۱۴۰۰): يو شمېر مدني فعالانو او ځوانو شاعرانو په کابل ښار کې (د سولې لپاره مشاعره) تر سرلیک لاندې مشاعره ترسره کړه، چې په کې د ۱۲ ولایتونو شاعرانو ګډون کړی وو.
د سولې پروسې لپاره د مدني ټولنو مشر عبدالله فولاد د دغې مشاعرې ګډونوالو ته وويل، پردي چاته سوله نه ټینګوي، اوس د دې وخت رارسېدلی چی افغانان په خپله لاس په کار شي.
هغه زیاته کړه :" له سولې څخه موږ او طالبان جلا جلا موخې لرو، هغه سوله چې موږ يې غواړو د طالبانو له راتګ سره نه راکول کيږي."
فولاد وایي، له طالبانو سره د سولې خبرې تر ټولو سخت کار دی.
د ده په وینا، له افغانستانه د امريکايي ځواکونو وتل ښايي ګواښونه رامنځته کړي او دا روان حالت نور هم خراب شي، خو ده په ډاګه کړه چې باید له ټول هېواد څخه د سولې غږونه راپورته شي، ترڅو يوې دایمي سولې ته ورسيږو.
دغه راز د افغان علمي کاروان ټولنې مشراسدالله اميري وويل چې ځوانان بايد د سولې لپاره يو بل ته لاس ورکړي او له تعصبونو څخه لرې واوسي.
ده هم پر ښکېلو لورو غږ وکړ چې افغانانو ته د سوکاله ژوند په موخه بايد سوله وکړي.
دغه راز په ياده غونډه کې يوتن مدني فعال وامل ساحل وويل چې دوی يوې داسې سولې ته اړتيا لري چې د تېرو شلو کلونو لاسته راوړنې په کې خوندي وي.
نوموړي وويل چې د ښځو، ماشومانو او بيان ازادۍ په برخو کې لاسته راوړنو باندې بايد معامله ونه شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP