جلال اباد (پژواک، ۲۰ غبرګولی ۱۴۰۰): د ننګرهار د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو سوداګر وايي چې د ګوشتې ولسوالۍ امنیه قوماندان د ولسمشر د پرېکړې خلاف د دوی د کارونو مخه نیسي او ورته د نفرایټو صادرولو اجازه نه ورکوي.
د یاسر منصور شرکت رييس رحیم ګل علیخېل پژواک خبري اژانس ته وویل، د قاچاق د مخینوي او د دولت د عوایدو لوړېدو په موخه د ولسمشر غني تر مشرۍ لاندې د اقتصادي عالي شورا د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د صادراتو د تسهیل قانون او طرزالعمل منظور او سوداګرو ته یې د صادراتو اجازه ورکړه؛ خو اوس یو شمېر سیمه ییز چارواکي حکومتي اوامر نه مني.
نوموړي زیاته کړه: ((له تېرو درېیو ورځو راهیسې مو لارۍ ګوشتې ولسوالۍ کې ایسارې دي. امنیه قوماندان حکمران په بېلابېلو بهانو موږ ته د ډبرو د لېږد اجازه نه راکوي.))
د افغان شایننګ په نوم د یو بل شرکت مسوولین هم له ورته ستونزې سر ټکوي او وايي، د حکومت د تازه طرزالعمل له مخې، د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د صادراتو کار قانوني شو او د قاچاق مخنیوی یې وشو، خو یو شمېر کسان اوس په بېلابېلو پلمو بیا سوداګرو ته سرخوږی جوړوي.
پژواک خبري اژانس هغه اسناد ترلاسه کړي چې په ۱۴۰۰/۲/۱۵ نېټې د اقتصادي عالي شورا ناسته کې د کانونو او پټرولیم وزارت له خوا د قیمتي او نیمه قیمتي تیږو د صادراتو ترتیب شوی طرزالعمل منظور شوی.
د مصوبې په يوه برخه کې راغلي: “د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د پلور او صادراتو د اسانتیا کړنلاره منظور ده. د کانونو او پټرولیم وزارت ته دنده سپارل کېږي چې د کانونو قانون او د جزا کود (۷۸۷) مادې تر تعدیلېدو پورې دې د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د پلور او صادراتو د اسانتیا کړنلاره پلې کړي او اړوند دولتي ادارې اړې دي چې د پورتنۍ کړنلارې په پلې کولو کې د کانونو او پټرولیم وزارت لاسنیوی وکړي.”
اسناد ښيي چې د اقتصاد عالي شورا یاده مصوبه د کانونو او پټرولیم وزارت له خوا اړوند وزارتونو او اداراتو ته رسمآ تکثیر شوه او د همکارۍ غوښتنه یې له اړوندو وزارتونو او ادارو څخه کړې وه.
د ننګرهار ولایت یوه دولتي سرچینه وايي: “په همدې مصوبې د تحقق په غرض په دې وروستیو کې د کانونو او پټرولیم وزارت پلاوی د ننګرهار ولایت ته سفر درلود چې په ترڅ کې یې د ننګرهار له والي سره هم په دې رابطه وکتل چه د ننګرهار د والي له خوا د یاد طرزالعمل او مصوبې د تحقق ډاډ اړوند پلاوي ته ورکړل شو او موضوع د ننګرهار د رسنیو د دفتر له لارې نشر او خپره هم شوه.”
سرچینه زیاتوي، په داسې حال کې چې د اقتصاد عالي شورا مصوبه او طرزالعمل د والي په لاسلیک ګوشتې ولسوالۍ ته تګثیر او صادر شوې، خو له تېرو درېیو ورځو راهیسې د ګوشتې ولسوالۍ د امنیې قوماندان او یو شمېر نور نظامي مسوولین یادو تیږو ته د انتقال اجازه نه ورکوي او د ولسمشر، د کانونو وزارت او د والي احکام د تطبیق وړ نه ګرځي.
بل لور ته د ننګرهار ولایت د ګوشتې ولسوالۍ امنیه قوماندان حکمران له پژواک اژانس سره خبرو کې ومنله چې یادو تیږو ته د صادراتو اجازه شوې، خو نوموړی وايي، تر اوسه دوی ته له ولایته د کارونو د پيل شفر نه دی ورکړل شوی.
هغه زياته کړه چې پخوا همدغو سوداګرو د نفرايټو دا ډبرې په قاچاقي ډول وړې چې ډېر کله يې له امنيتي سرتېرو سره د اجازې نه ورکړې په وجه وسله والې نښتې هم شوې او سرتېرو ته په کې مرګ ژوبله هم اوښتې ده.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼی وايي چې د نفرايټو د صادراتو پر وړاندې هيڅ قانوني ستونزه نشته خو دا چې دغې چارې ته نوې اجازه ورکړل شوې نو تر اوسه د انتقال لپاره طرزالعمل نشته چې جوړ شي اجازه ورکول کېږي.
دی وايي، پر طرزالعمل کار روان دی، ستونزه لويه نه ده او په نږدې ورځو کې به حل شي.
د یادولو ده، له دغه طرزالعمله مخکې له ګوشتې ولسوالۍ په قاچاقي توګه د نفرایټ تیږو صادراتو دوام درلود چی عواید یې یوازې شخصي جېبونو ته تلل.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP