ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لاريون کوونکي: د کليو پراختيا سرپرست وزير دې له دندې ګوښه شي

لاريون کوونکي: د کليو پراختيا سرپرست وزير دې له دندې ګوښه شي

author avatar
10 Jun 2021 - 17:04
لاريون کوونکي: د کليو پراختيا سرپرست وزير دې له دندې ګوښه شي
author avatar
10 Jun 2021 - 17:04

ګردېز (پژواک، ۲۰ غبرګولی ۱۴۰۰): د پکتيا ګڼو اوسېدونکو د کليو پراختيا د سرپرست وزير مجيب الرحمن کريمي پر ضد لاريون وکړ او له دندې يې د نوموړي پر ګوښه کېدو ټينګار کاوه.

دوی وايي چې ياد وزارت ته د نوموړي له راتلو سره سم له پکتيا سره خورا لوی توپيري چلند کېږي او نه يواځې دا چې د خپل حق پروژې نه ورکول کېږي، بلکې د ځينو پروژو کارونه يې ځنډول شوي دي.

يوه لاريون کوونکي محمد علي جان محمدي وويل چې مجيب الرحمن کريمي شاوخوا دوه کاله وړاندې ګردېز ته د سفر پر مهال د ۱۰۳ ښوونځيو د ودانيو جوړېدو د پروژې پرانيسته کړې وه، خو په خبره يې په يو کال کې د ټولو ودانيو جوړولو پر ژمنو سربېره تر اوسه د هيڅ ښوونځي ودانۍ نه ده جوړه شوې.

محمدي وويل: ((پکتيا ته تر اوسه هيڅ حق نه دی ورکړل شوی او بېخي بد چلند راسره کېږي. که کريمي له دندې ګوښه نه شي، کرار نه کېنو او اعتراضونو او لاريونونو ته دوام ورکوو.))

بل لاريون کوونکي او د متحدې پکتيا بنسټ مشر حفيظ الله مبارز وويل چې ګردېز د زون مرکز دی، خو د کليو پراختيا او بيارغونې وزير د زون ځيني دفترونه له دغه ولايت څخه بل ولايت ته انتقال کړي او خپل خپلوان يې ورته مشران ټاکلي دي.

مبارز وايي: ((پکتيا کې د دغه وزارت رياست تر اوسه خپله ودانۍ نه لري، خو وزير د پکتيا ولايتي رياست لپاره منظوره شوې څلور منزله ودانۍ په شمول درې لويې ودانۍ بل ولايت ته انتقال کړي دي.))

يو شمېر نورو لاريون کوونکو هم ورته څرګندونې وکړې او د ياد سرپرست وزير د لرې کېدو غوښتنه يې وکړه.

په دې اړه د پکتيا د کليو پراختيا رييس فضل هادي عاصم پژواک ته وويل، هڅه به وکړي چې دغه ولايت ته اړينه پاملرنه وشي.

عاصم وايي: ((پکتيا د اقرا برنامې په لومړي پړاو کې نه و شامل، وزير صېب په کې شامل کړ. د ۱۰۳ مکتبونو د ودانيو تخنيکي کارونه تکميل شوي. زه تضمين درکوم چې يوه مياشت کې به يې کارونه پيل شي.))

تر دې وړاندې هم د پکتيا اوسېدونکو په چارو کې د نه روڼتيا او توپيري چلند له امله پر ياد وزارت نيوکې کړې وې.

Views: 73

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.