ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

قادري: علما باید ولسونه پوه کړي چې خپلو حاکمانو او قانون ته تابع و اوسي

قادري: علما باید ولسونه پوه کړي چې خپلو حاکمانو او قانون ته تابع و اوسي

author avatar
10 Jun 2021 - 16:58
قادري: علما باید ولسونه پوه کړي چې خپلو حاکمانو او قانون ته تابع و اوسي
author avatar
10 Jun 2021 - 16:58

کابل (پژواک، ۲۰ غبرګولی ۱۴۰۰): د پاکستان د مذهبي چارو وزیر نورالحق قادري وایي چې اسلام د امن او سولې دین دی او هیڅکله یو مسلمان بل مسلمان ته ضرر او درد نه رسوي.

قادري دا څرګندونې نن د سعودي عربستان په کوربه توب د رابطه العالم الاسلامي نړیوالې اسلامي ډلې له خوا په مکه مکرمه کې «په افغانستان کې د سولې اعلان» په نوم د افغانستان د سولې به تړاو د افغانستان او پاکستان د علماوو کنفرانس ته وکړې.

هغه زیاته کړه، غلط مفاهیم او افکار چې د مسلمانانو ترمنځ دي، باید د خبرو اترو او د علماوو ترمنځ د مناقشو له لارې حل شي.

د ده په وینا، د مسلمانانو ترمنځ باید د انسجام لپاره هڅې وشي څو له دې لارې خپلو ستونزو ته د حل لاره پیدا کړي.

د پاکستان د مذهبي چارو وزیر وویل، د مسلمانو هېوادوالو ترمنځ اعتدال او مساوات مراعات شي، څو وکولی شي په امن کې ژوند وکړي.

قادري وویل چې ځوانان باید خپلو خلکو ته د اسلام د حقیقي بڼې په رسولو کې کار وکړي.

د هغه په خبره، د اسلامي نړۍ د بېلابېلو افکارو علما باید راټول شي او ډله ییز مشکلات حل کړي، څو د یو بل توهین، تعصب او اختلافات له منځه یوسي.

دی وایي، علما باید ولسونه پوه کړي چې د خپلو حاکمانو، قانون او مشرانو تابع و اوسي؛ ځکه امن له خپلو حاکمانو سره له یو ځای کېدو پرته نه شي راتلای.

د پاکستان دغه وزیر وویل چې اسلامي نړۍ په نفاق کې ژوند کوي او دا د دې لامل شوی چې دوی کمزوري شي او له اعتدال څخه تفریط ته لاړ شي او د اسلام واقعي شکل ورڅخه ورک شي.

د هغه په وینا، په افغانستان کې اوس مهال اعتدال ته ډېر زیاته اړتیا ده.

قادري زیاته کړه، اسلام د امن او سولې دین دی او هیڅکله یو مسلمان بل مسلمان ته ضرر او درد نه رسوي.

په سعودي کې د پاکستان سفیر بلال یاد کنفرانس ته وویل چې د افغانستان سوله د پاکستان سوله ده او هېواد یې د سولې پروسې لپاره جدي کارونه کوي.

هغه زیاته کړه، د افغانستان جګړه نظامي حل لاره نه لري او باید د سیاسي مذاکراتو له لارې هواره شي.

د اسلامي همکاریو په سازمان کې د پاکستان سفیر رضوان سعید یاد کنفرانس ته وویل چې د افغانستان سوله او ثبات د سیمې او نړۍ په ګټه ده، اوس باید افغانان سره متحد او جګړې پای ته ورسوي.

ده زیاته کړه چې دیني عالمان دسولې لپاره مهم رول لوبولی شي.

Views: 31

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.