Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ډېر ژر به په متحده عربي اماراتو کې د برېښنایي تذکرو وېش پیل شي

کابل (پژواک، ۲۰ غبرګولی ۱۴۰۰) : د احصایې او معلوماتو ملي اداره وایي چې په بهرنیو هېوادونو کې مېشتو افغانانو ته د برېښنایي تذکرو د وېش لړۍ په دوام به ډېر ژر په متحده عربي اماراتو کې د برېښنایي تذکرو د وېش لړۍ پیل شي.

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې له خوا د غبرګولي په ۲۰مه، پژواک اژانس ته په یوه را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، د برېښنایي تذکرو د وېش دا څانګه د متحده عربي اماراتو د ابوظبۍ ښار د سفارتونو په سیمه کې د شیخ راشد بن سعید جادې کې، چیرته چې د افغانستان د سفارت په ودانۍ کې موقعیت لري، پرانیستل کیږي.

سرچینې زیاته کړې چی په متحده عربي اماراتو کې مېشت افغانان له دې وروسته کولای شي د برېښنایي تذکرو له وېب‌پاڼې د دغو تذکرو فورمونه ترلاسه او ډک، اړونده وېش څانګه او د مراجعې نېټه او ساعت وټاکي او خپل غوښتن‌لیکونه په انلاین بڼه ولېږي.

په خبرپاڼه کې راغلي، دغه اداره د مراجعینو د غوښتن‌لیکونو له ترلاسه کولو سره د هویت د تثبیت پړاو په کابل کې د هویت د تثبیت په ملي مرکز کې ترسره کوي او وروسته غوښتونکي په ټاکلې نېټه او ساعت د بایومټریک معلوماتو د ثبت او نورو پړاوونو د طی‌مراحل په موخه یادې وېش څانګې ته مراجعه کوي.

د احصایې او معلوماتو ملي اداره وایي، په متحده عربي اماراتو کې د یوې برېښنایي تذکرې بیه ۲۰ ډالره ټاکل شوې، چې په کابل کې تر چاپ وروسته په لنډ ممکن وخت کې پر اړوندو کسانو د وېشل کېدو په موخه یاد هېواد ته لېږل کېږي.

د ویلو ده، چې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې داسې مهال په متحده عربي اماراتو کې د برېښنایي تذکرو وېش څانګه رامنځ‌ته کړې، چې تر دې وړاندې یې په مرکز، ولایتونو، یو شمېر ولسوالیو او ایران کې د برېښنایي تذکرو د وېش ۱۰۰ څانګې فعالې کړې دي.

د دغې ادارې د معلوماتو له مخې، تر اوسه شاوخوا پنځه میلیونه برېښنایي تذکرې وېشل شوې دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.