ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د يوې کښتۍ ډوبېدو له امله ننګرهار کې ۷ کسان مړه کړل

د يوې کښتۍ ډوبېدو له امله ننګرهار کې ۷ کسان مړه کړل

author avatar
12 Jun 2021 - 21:09
د يوې کښتۍ ډوبېدو له امله ننګرهار کې ۷ کسان مړه کړل
author avatar
12 Jun 2021 - 21:09
جلال اباد (پژواک ۲۲ غبرګولی ۱۴۰۰): د ننګرهار ولايت بهسودو ولسوالۍ مربوطاتو کې د کابل او کونړ په ګډ سيند کې يوه کښتۍ ډوبه شوې چې ۷ کسان په کې مړه شوي دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د غبرګولي په ۲۲مه پژواک اژانس ته وويل چې دغه پېښه نن سهار شاوخوا لس بجې د بهسودو ولسوالۍ اړوند ګردي کڅ سيمه کې رامنځته شوې ده.
دی وايي تر مازيګر ناوخت يوازې يو جسد پيدا شوی و، د يوې ښځې په ګډون اته کسان نادرکه دي او يو ماشوم ژوندی ژغورل شوی دی.
خو د کامې ولسوالۍ يو اوسیدونکی الهام یاسیني، وايي ټول اووه کسان مړه شوي دي.
د هغه په وينا په مړو شويو کسانو کې دوه ماشومان او يو نارينه د کامې ولسوالۍ دي، يوه ښځه او نارينه د ګوشتې ولسوالۍ دي او دوه نور کسان د بهسودو ولسوالۍ دي.
د بهسودو ولسوالۍ يو مدني فعال رييس خان غرني هم ويلي چې دغه پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون شاخوا لس کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

Views: 24

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.