Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په غور کې ۳۹ امنیتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې

فیروزکوه(پژواک، ۲۲ غبرګولی ۱۴۰۰): د غور سیمه ییزې سرچینې وايي چې د دغه ولایت په تولک ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو په برید کې ۱۹ امنیتي منسوبین وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان دي.

د تولک ولسوال سلیمان یوسفي پژواک خبري اژانس ته وویل، طالبانو تېره شپه له څو لورو د دغې ولسوالۍ پر مرکز بریدونه وکړل.

هغه زیاته کړه: ((تېره شپه مې د شپې په پیل کې والي، قوماندان، د امنیت رییس او لوا قوماندان ته زنګ وکړ، ځواب یې ور نه کړ او الوتکې هم راغلې وې، لیدل یې چې موږ جګړه لرو، خدای شاهد دی یو فیر یې هم ونه کړ. له بده مرغه زموږ ۱۹ کسان شهیدان شول او څو کسان لادرکه دي. معلومات نشته چې ټپیان دي یا دښمن ژوندي نیولي؟ له ۲۰ ډېر کسان مو ټپیان شوي دي.))

نوموړي زیاته کړه، پر تولک ولسوالۍ له تېرو اتو ورځو راهیسې جګړه روانه وه، خو مرکزي مسوولینو ورته هېڅ پاملرنه نه ده کړې.

د تولک ولسوال وویل چې طالبانو د ولسوالۍ بازار نیولی او روغتیايي مرکزونه هم بند دي، که ژر تر ژره ورته پاملرنه ونه شي انساني ناورین به رامنځته شي.

طالبانو هم خبرپاڼه کې ویلي چې دوی په تولک ولسوالۍ کې د ولسي پاڅون کوونکو درې پوستې نیولې او مرګ ژوبله یې هم ورته اړولې ده.

پژواک خبري اژانس هڅه وکړه چې په دې اړه د غور امنیتي مسوولینو نظر واخلي، خو له دوی سره یې اړیکه ټینګه نه شوه.

د غور ولایت مقام مطبوعاتي دفتر تېر ماښام په یوه خبرپاڼه کې درې ولسوالیو (تولک، چهارسدې او دولینې) ته د اکمالاتو د بهیر خبر ورکړی دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.