Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په مزار کې ماين چاودنې يو کس وژلی او درې نور يې ټپيان کړي

مزارشريف (پژواک، ۲۲ غبرګولی ۱۴۰۰): د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د ماين چاودنې له امله يو تن وژل شوی او درې نور ټپيان شوي دي.

د بلخ د پوليسو مطبوعاتي مسوول عادل شاه عادل پژواک ته وويل چې نن له غرمې مخکې د مزارشريف ښار د شپږمې ناحيې په مربوطاتو کې يو بایسکل بم چاودنه کړې ده.

هغه زياته کړه چې په دې پېښه کې يو ملکي وګړی وژل شوی او درې نور ملګي وګړي ټپيان شوي دي.

په ورته مهال کې د بريد له ځايه عيني شاهدانو پژواک ته وويل چې په دغه چاودنه کې د پوليسو يو رينجر هم زيانمن شوی دی.

د دوی په خبره، يو نظامي منسوب يې هم په ټپي حالت کې ليدلی دی.

د دغې چاودنې مسووليت تر دې مهاله کومې ډلې نه دی منلی.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.