کابل (پژواک، ۲۲ غبرګولی ۱۴۰۰): د کابل پولیس وایي چې طالبانو د دغه ولایت د پغمان ولسوالۍ مربوطاتو کې پنځه ملکي وګړي وژلي دي.
د کابل امنیې قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز د دغه خبر د تايید ترڅنګ پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه پېښه تېره شپه د پغمان ولسوالۍ اړوند په کوزه ارغندۍ کې رامنځته شوې ده.
ده زیاته کړه چې دغه خلک له خپلو کورنیو سره له یوه واده راغلي وو چې د پغمان ولسوالۍ په لاره کې تښتول شوي او وروسته وژل شوي دي.
ده وویل، لومړني راپورونه ښیي چې دغه جنایت طالبانو ترسره کړی دی.
خو وسله والو طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.
ځینو سیمه ییزو سرچینو خبر ورکړی چې د پغمان د اوریاخېلو سه راهي ساحه کې ناپېژاندو کسانو د غازي په نوم یوه پخواني جهادي قوماندان په ګډون پنځه کسان وژلي دي.
د سیمې پولیسو دغه پېښه تايید کړې خو نور جزئیات نه ورکوي.
په همدې حال کې د سیمې اوسېدونکي په دې سیمه کې پر نا امنیو د اعتراض په خاطر امنیتي ځواکونو ته د دې پېښې د څېړلو اجازه نه ورکوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP