ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کابل ښار کې د تېلو بیه له ۶ سلنې ډېره لوړه شوې

په کابل ښار کې د تېلو بیه له ۶ سلنې ډېره لوړه شوې

author avatar
12 Jun 2021 - 14:29
په کابل ښار کې د تېلو بیه له ۶ سلنې ډېره لوړه شوې
author avatar
12 Jun 2021 - 14:29

کابل (پژواک،۲۲غبرګولی۱۴۰۰): د تېرې شنبې په پرتله نن په کابل ښار کې د تېلو او غوړیو بیې لوړې شوې؛ خو د سرو زرو بیې رالوېدلې دي.

د کابل ښار د تایمني څلورلارې د هاشمي  تېلو ټانک یوه کارکوونکي پژواک ته وویل چې د تېرې شنبې په پرتله، نن د یو لېتر ډیزلو بیه له ۵۰ څخه ۵۱ افغانیو او د یو لېتر پټرولو بیه له ۴۶ څخه ۵۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.

هغه زیاته کړه چې په نړیوالو بازارونو کې هم د تېلو بیې لوړې شوې دي.

خو د مایع ګازو بیې بدلون نه دی کړی.

دغه راز د کابل ښار د کلوله پشتې سیمې یوه ګاز پلورونکي محمد شریف وویل چې نن هم لکه د تېرې شنبې په څېر د یو کیلوګرام مایع ګاز بیه ۵۵ افغانۍ ده.

په کابل ښار کې د خوراکي توکو د سوداګرو ټولنې رییس زمري صافي وویل چې د تېرې اوونۍ په نسبت، نن په عمده ډول د ۱۶ لېتره مالیزیایي غوړیو بیه له ۱۹۵۰ څخه ۲۰۰۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.

هغه زیاته کړه چې د غوړیو بیه د وارداتو له کموالي او هغه ته د تقاضا ډېر والي له امله لوړه شوې ده.

خو نن لکه د تېرې شنبې په څېر په عمده ډول د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړو بیه ۱۶۰۰ افغانۍ، د ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانیو وریجو بیه ۲۴۰۰افغانۍ، یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ۳۲۰ افغانۍ او یو کیلوګرام افریقایي تور چای په ۳۴۰ افغانیو پلورل کېږي.

د ځينو توکو پرچون او عمده بیې په یو شمېر مواردو کې لږ خو په ځینو کې بیا ډېر توپیر لري.

د کابل ښار په دهن باغ سیمه کې د خوراکي توکو په مارکېټ کې د دغو توکو یوه پرچون پلورونکي حامد صوفي وویل چې نن په پرچون ډول ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړه په ۱۶۵۰افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه هندي بوره په۲۴۰۰ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ سېله پاکستانۍ وریجې په ۲۴۵۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره مالیزیايي غوړي په ۲۰۲۰ افغانۍ، یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ۳۵۰ افغانۍ او یو کیلوګرام افریقایي تور چای په ۳۵۰ افغانیو پلورل کېږي.

د سرو زرو بیه له ۲.۱ سلنې ډېره رالوېدلې.

د کابل ښار مریم لېسې په بازار کې د سرو زرو یوه پلورونکي محمد جاوېد وویل چې نن د تېرې شنبې په پرتله د یو ګرام  ٧٥٠عیار عربي سرو زرو بیه له ۳۷۵۰ افغانیو څخه ۳۷۰۰افغانیو او د یو ګرام ٥٨٥ عیار روسي سرو زرو بیه له ۳۱۵۰ څخه ۳۰۵۰ افغانیو ته راټیټه شوې ده.

د هغه په وینا، په کابل ښار کې د سرو زرو بیو بدلون په نړیوالو بازارونو کې د هغه د بیې له بدلون سره تړاو لري.

دغه شنبې، د افغانیو پر وړاندې د امریکایي ډالر ارزښت لږ لوړ شوی دی.

د کابل ښار په شهزاده سرای کې د صداقت صرافۍ مالک حاجي حسین وویل چې نن د یوه امریکایي ډالر د پېر بیه ۷۸.۳۰ افغانۍ او زر پاکستانۍ کلدارې په ۴۹۵ افغانیو بدلېدې.

صرافان وایي چې د امنیتي وضعیت خرابوالي او بېکارۍ ډېروالي له امله د افغانۍ پر وړاندې د ډالر ارزښت لوړ شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د غبرګولي په ۱۵ مه د یوه امریکايي ډالر د پېر بیه ۷۸.۱۰ افغانۍ او زر پاکستانۍ کلدارې په ۴۹۴ افغانۍ بدلېدې.

Views: 22

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.