کابل (پژواک، ۲۲ غبرګولی ۱۴۰۰): ولسمشر غني وايي، پوهاند باوري د فرهنګي میراثونو او تاریخي ابداتو خوندي کولو لپاره د لسګونه کتابونو او مقالو په لیکلو سره د ملي فرهنګ او هویت روښانه تعریف ملت ته په میراث پرېښود.
پوهاند محمد رسول چې د کابل پوهنتون استاد، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست او د دغه وزارت مرستیال په توګه یې دندې ترسره کړې، تېره شپه د کوویډ -۱۹ ناروغۍ له امله د ۶۴ کلوونو په عمر ومړ.
د لرغونپوهنې په برخه کې د هغه تر ۱۵ پورې کتابونه په پښتو، دري او انګلیسي چاپ شوي دي.
ولسمشر محمد اشرف غني د باوري پر مړینه خواشیني څرګنده کړې او د هغه کورنۍ، د افغانستان فرهنګپالو او ټولو هېوادوالو ته یې د خواخوږۍ او غمشریکۍ مراتب څرګند کړي دي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ خبرپاڼې له مخې، ولسمشر ویلي چې پوهاند باوري زرګونه محصلین روزلي او د هېواد د فرهنګ او لرغونپوهنې په برخو کې یې ډېر خدمتونه کړي دي.
غني ویلي: "هغه د فرهنګي میراثونو او تاریخي ابداتو د خوندي کولو او ساتلو لپاره د لسګونه کتابونو او مقالو په لیکلو سره د ملي فرهنګ او هویت روښانه تعریف ملت ته په میراث پرېښود، مړینه یې لویه ضایع ده."
د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله هم د پوهاند باوري پر مړینه خواشیني ښودلې او ویلي یې دي چې باوري د هېواد نومیالی لرغون پېژندونکی، ليکوال او څېړونکی و.
عبدالله ویلي چې باوري کلونه کلونه د کابل پوهنتون د استادۍ مقدسې دندې ترڅنګ په لسګونو علمي څېړنيز اثار او په سلګونو علمي څېړنيزې مقالې لیکلې دي.
هغه وایي چې د پوهاند باوري مرګ د هېواد د علمي ډګر ستره ضایعه ده.