ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پوهاند رسول باوري د کندهار د مشاهیرو په هدیره کې خاورو ته وسپارل شو

پوهاند رسول باوري د کندهار د مشاهیرو په هدیره کې خاورو ته وسپارل شو

author avatar
13 Jun 2021 - 19:42
پوهاند رسول باوري د کندهار د مشاهیرو په هدیره کې خاورو ته وسپارل شو
author avatar
13 Jun 2021 - 19:42

کندهار (پژواک، ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۰): د هېواد د نوموتي لرغونپوه او فرهنګي شخصیت پوهاند رسول باوري جنازه نن مازدیګر د کندهار د مشاهیرو په هدیره کې خاورو ته وسپارل شوه.

د هغه د جنازې په مراسمو کې د ولسمشر د سلاکار زرین انځور او د اطلاعاتو او کلتور وزارت د معین هارون حکیمي تر څنګ لسګونو کندهار مېشتو فرهنګیانو، محصلینو او یو شمېر چارواکو ګډون کړی وو.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت معین هارون حکیمي د هغه د جنازې په مراسمو کې وویل، د پوهاند استاد محمد رسول باوري مړینه د ټول افغان ملت غمیزه ده.

هغه زیاته کړه، استاد تر نیمې پېړۍ زیات عُمر د ښوونې، لیکني او رهبري له لارې د افغان ملت د نسلونو د پوهاوي او ملت جوړونې د روایتونو په ملاتړ کې تېر کړ.

د ده په خبره، په شلمه پېړۍ کي مو د استاد کُهزاد، علامه حبیبي او علامه رشاد په څېر او په یوویشتمه پېړۍ کې مو ارواښاد باوري د افغان هویت د تعریف او پیاوړتیا لپاره درلود.

د ولسمشر سلاکار محمد زرین انځور وویل، اروhښاد پوهاند باوري د هېواد زرګونه اولادونه روزلي او مړینه یې لویه غمیزه ده.

هغه زیاته کړه، د پوهاند باوري مقبره به جوړه کړای شي، ټول آثار به یې چاپ شي، واټونه به یې په نوم کړای شي او تلین به یې د افغانستان په جنتري/تقویم کې ځای کړل شي.

د کندهار پوهنتون علمي مرستيال پوهنمل شېر شاه رشاد وویل، پوهاند رسول باوري په خپل ۶۲ کلن ژوند کې ۴۲ کاله د هېواد تاریخ ته کار وکړ او د هېواد تاریخي هویت یې ثابت کړ.

هغه زیاته کړه، کندهار پوهنتون به د ارواښاد آثار تر څېړنې لاندې نیسي او په پوهنتون کې به د غونډو یو تالار د هغه په نوم ونومول شي.

مراسمو ته نورو فرهنګیانو او علمي شخصیتونو هم ویناوې وکړې او ویې ویل چې پوهاند رسول باوري زرګونه محصلین وروزل او د هېواد د فرهنګ او لرغونپوهنې په برخه کې ډېر خدمتونه کړي دي.

نوموړي د فرهنګي میراثونو او تاریخي ابداتو د خوندي کولو او ساتلو لپاره د لسګونو کتابونو او مقالو په لیکلو سره د ملي فرهنګ او هویت روښانه تعریف ملت ته په میراث پرېښود چې مړینه یې لویه ضایعه ده.

د هېواد نوموتی لرغونپوه او فرهنګي شخصيت پوهاند رسول باوري د کرونا ناروغۍ له امله ومړ چې جنازه یې تېره ورځ له کابل څخه کندهار ته را ولېږدول شوه او نن د مشاهیرو په هدیره کې خاورو ته وسپارل شو.

نوموړی د اروزګان ولایت په دهراود ولسوالۍ کې په کابل ۱۳۳۶ لمریز کې زېږېدلی و، په ۱۳۵۴ لمریز کال په دې ولایت کې له سیدال خان لیسې فارغ شو، په ۱۳۵۸ لمریز کال کې یې په کابل پوهنتون کې په تاریخ کې لسانس او په ۱۳۶۴ لمریز کال کې په تاریخ کې ماسټري وکړه.

ارواښاد په بېلابېلو کورنیو او بهرنیو پوهنتونو کې د استاد، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د فرهنګي معین په توګه دندې ترسره کړي او هېوادوالو ته یې ۴۱ بېلابېل علمي او تاریخي آثار په میراث پرې ایښي دي.

Views: 50

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.