جلال اباد (پژواک، ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۰): د ننګرهار يو شمېر قومي مشرانو او د پارلمان ځينو وکيلانو په يوه غونډه کې هېواد کې د جګړو او تاوتريخوالي زياتوالي په اړه اندېښنه وښوده.
دوی وايي، د جګړو دوام د سولې لاسته راغلی چانس له منځه وړي او هېواد يو ځل بيا کورنيو جګړو ته ستنوي.
دغه قومي مشران چې د غبرګولي په ۲۳مه جلال اباد ښار کې د ولسي جرګې د غړي حضرت علي په کور کې راټول شوي وو، دغه راز يې پر طالبانو د اوربند غږ وکړ.
د غونډې ګډونوالو جګړه کې ملکي مرګ ژوبله له زغمه وتلې وبلله او ګواښ یې وکړ که طالبان سولې ته غاړه کېنږدي نو ولس به يې په اړه يو تصميم ونيسي.
د ولسي جرګې غړي حاجي حضرت علي غوښتنه وکړه چې افغان حکومت او وسله وال طالبان دې ژر تر ژر اوربند اعلان کړي، ځکه د جګړو دوام د هېواد او هېوادوالو پر زيان دی.
هغه زياته کړه، روان امنيتي وضعيت چې جګړو او تاوتريخوالي په کې زور اخیستی دی، نور د زغم نه دی او د قومونو يووالی کولی شي چې دغه حالت ته د پای ټکی کېږدي.
قومي مشر او د لغمان د ولايتي شورا رييس عتيق الله عبدالرحيمزي په جګړه کې د ملکي مرګ ژوبلې په اړه اندېښنه شريکه کړه او له حکومت او طالبانو يې وغوښتل چې د جګړو پر مهال ملکي مرګ ژوبلې ته پام وکړي.
دغه راز يو بل قومي مشر ملک اختر محمد له طالبانو د سولې غوښتنه کوي، خو وايي که سولې ته غاړه کېنږدې نو د ملت او هېواد په ملاتړ به قومونه له طالبانو سره د جګړې ميدان ته را ووځي.
د غونډې تنظيموونکي او د ولسي جرګې غړي حضرت علي وويل چې پلان لري راتلونکي کې دا غونډې لا ډېرې او د ختيځو ولايتونو له قومي مشرانو او جهادي شخصيتونو سره خپلې مشورې او غونډې پراخې کړي.
دوی په نړيوالې ټولنې هم نيوکې وکړې چې د افغان سولې لپاره يې هڅی رښتينې نه دي او د ستونزو حل يې يواځې په ملي يووالي پورې تړلی ياد کړ.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP