کابل (پژواک، ۲۴ غبرګولی ۱۴۰۰): په افغانستان کې د پولیو یا د ماشومانو ګوزڼ واکسین کمپاین درېیم پړاو نن پیل شو چې په ترڅ کې به یې د غبرګولي تر ۲۷ مې په ټول هېواد کې شاوخوا ۹،۹ میلیونه ماشومانو ته دغه واکسین ورکړل شي.
د عامې روغتیا وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه کمپاین نن پیل شو او د روغتیا نړیوال سازمان او د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ ادارې (یونیسف) په مرسته تر سره کیږي.
سرچینه لیکي چې د دغه کمپاین پر مهال به ۹،۹ میلیونه له پنځو کلونو د کم عمر ماشومانو ته د ګوزڼ واکسین او له دوو تر پنځو کلونو ماشومانو ته د البندازول یا د کولمو د چینجو ضد تابلیټ ورکړل شي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۱ میلادي کال له پیله تر دې دمه په هېواد کې د ماشومانو د ګوزڼ ۴۱ پیښې ثبت شوي او دغه ټولې پېښې د هېواد په هغو سیمو کې ثبت شوي چې ماشومانو ته یې د واکسین رسول ناشوني دي.
د افغانستان د عامي روغتیا سرپرست وزیر ډاکټر وحید مجروح ویلي چې د هېواد په ځینو ځانګړو سیمو کې لا هم له واکسین څخه ۳،۳ میلیونه ماشومان پاتې کیږي او دغه ستونزه د ډېرې اندېښنې وړ ده.
ده له ټولو غوښتي چې ماشومانو ته د حیاتي واکسینونو او نورو اړینو روغتیایي خدمتونو ته په رسولو کې مرسته وکړي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د ۲۰۲۱ زیږدیز کال له پیله تر دې دمه په افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ يوه مثبت پېښه د لومړي ډول او ۴۰ مثبتې پېښې د دویم ډول ثبت شوې دي.
سرچینه زیاتوي:« ټولې پېښې د هېواد له هغو سیمو څخه راپور شوي چې ماشومانو ته یې لاسرسی د هغوی د معافیت د ورکولو په خاطر د پولیو کمپاینونو په بهیر کې ناشونی دی.»
د روغتیایي چارو متخصصین وایي، د ماشومانو د ګوزڼ ناروغي- چې ماشومان فلج کوي- درملنه نه لري او د مخنیوي یواځینۍ لار یې واکسین دی.
افغانستان او پاکستان دوه هغه هېوادونه دي چې تر اوسه هم د ماشومانو د ګوزڼ ناروغي په کې له منځه نه ده تللې.
Views: 26
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن