هرات ښار (پژواک، ٢٤ غبرګولی ١٤٠٠): د هرات حکومتي مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې په دوو جلا پېښو کې یو پولیس افسر او یو ورزشکار وژل شوي دي.
د هرات د پولیسو ویاند عبدالاحد ولي زاده پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېره ورځ د دغه ولایت مشهور والیبالر نادرشاه امیري د والیبال لوبو له پای ته رسېدو وروسته ناپېژاندو وسله والو په څلورمه امنیتي حوزه کې پر ډزو وژلی دی.
هغه زیاته کړه چې تر اوسه د دې وژنې انګېزه نه ده روښانه شوې او پولیس یې په اړه پلټنې کوي.
هغه روښانه کړه چې تر اوسه د دې پېښې په تړاو څوک نه دي نیول شوي.
په یوه بله پېښه کې ناپېژاندو وسله والو پولیس افسر وژلی او د هغه دوه دوستان یې ټپیان کړي دي.
د هرات د پولیسو ویاند عبدالاحد ولي زاده پژواک ته وویل، تېره مازدیګر د فرهاد په نوم پولیس افسر له دوو ملګرو سره د هرات شمالي برخې کمرکلاغ سیمې ته په میله وتلی و چې وسله وال برید پرې وشو.
د هغه په خبره، په دې پېښه کې یاد پولیس افسر وژل شوی او درې ملګري یې ټپیان دي.
د هرات پولیس ویاند دغه پېښه مرموزه ګڼي او وايي چې په اړه یې پلټنې پیل شوې دي.
د یادو پېښو مسوولیت تر اوسه کومې ډلې نه دی منلی.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن