ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فاریاب کې لسګونو طالبانو ته د مرګ ژوبلې اوښتو ادعا کېږي

فاریاب کې لسګونو طالبانو ته د مرګ ژوبلې اوښتو ادعا کېږي

author avatar
14 Jun 2021 - 15:14
فاریاب کې لسګونو طالبانو ته د مرګ ژوبلې اوښتو ادعا کېږي
author avatar
14 Jun 2021 - 15:14

میمنه  (پژواک، ۲۴ غبرګولی ۱۴۰۰): په فاریاب کې سیمه ییزې سرچینې وایي چې  په دغه ولایت کې د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښته کې  ۲۵ وسله وال وژل شوي او ۸ نور ټپيان شوي، خو طالبان یادې شمېرې له واقعیته لرې بولي.

په فاریاب کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو لومړۍ لوا مطبوعاتي مسوول جواد سیدخېل پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېره شپه وسله والو طالبانو  د شېرین تګاب په تورتکول کلي، د میمنې بندر سیمو کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو ډله ییز بریدونه وکړل چې په په غبرګون کې د امنیتي ځواکونو له مقاوت سره مخ شول.

ده زیاته کړه چې  تېره شپه په شېرین تګاب ولسوالۍ کې مېشت امنیتي سرتېرو د هوایي ځواک په ملاتړ د طالبانو برید پر شا تمبولی او هغوی ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

هغه وایي چې د امنیتي ځواکونو د هوایي او ځمکنیو بریدونو په پایله کې ۲۵ طالبان وژل شوي او ۸ نور ټپيان دي چې په ټپيانو کې د دې ډلې یو سرګروپ  قاري رحمت الله مشهور په بیدار هم شامل دی.

هغه وایي چې په دې نښته کې ملکي وګړو او امنیتي سرتېرو ته کوم زیان نه دی اوښتی.

د طالبانو یوې باوري سرچینې  پژواک ته خپرې شوې ارقام له واقعیته لرې وبللې.

یادې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي، وویل تېره شپه  مو دوه کسان وژل شوي او د ډلمشر بیدار په ګډون درې کسان ټپيان شوي خو ادعا یې وکړه چې د دوی په بریدونو کې امنیتي ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله اوښتي ده.

په همدې حال کې د خلکو ځیني سرچینې وایي چې د تېرې شپې په نښته کې د میمنې ښار په ګډون د فاریاب  د څلورو ولسوالیو  د برېښنا مزي پرې شوي او د جګړې دواړو لورو د برېښنا شرکت پرسونل ته د لین نښلولو اجازه نه ده ورکړې.

د  شېرین تګاب ولسوالي  له د رېيو کلونو راهیسې د طالبانو په محاصره کې ده چې طالبانو  د قیصار، المار او دولت اباد ولسوالیو له سقوط وروسته د شېرین تګاب پر کلابندو سرتېرو فشار راوړی څو دغه ولسوالۍ هم سقوط کړي.

Views: 35

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.