کابل (پژواک، ۲۴ غبرګولی ۱۴۰۰) : د هېواد مشهوره سیاسي څېره او پخوانی جهادي مشر قاضي محمد امین وقاد د ورپېښې ناروغۍ له امله مړ شوی دی.
د هغه لمسي محسن امین د غبرګولي په ۲۴مه، پژواک اژانس ته وویل چې وقاد له تېرې څه مودې راهیسې ناروغه و او نن سهار وخته یې روح حق ته وسپاره.
بلخوا ولسمشر اشرف غني د هغه په مړینه غمرازي او خواشيني څرګنده کړې، د هغه کورنۍ ، دوستانو او مینه والو ته یې د تسلیت مراتب وړاندې کړي دي.
هغه زیاته کړې، قاضي وقاد خیرخواه او مصلح انسان و او د وطن د اوسنۍ غمیزې د پای ته رسولو او سولې تامین لپاره یې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړې.
ولسمشر ویلي، نوموړي د یو دیني مرشد په توګه خلک یووالي او د وطن ابادۍ ته رابلل او مړینه یې لویه ضایعه ده.
د ملي روغې جوړې عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله هم د قاضي امین وقاد په مړینه د غمرازۍ ترڅنګ ویلي، چې هغه یو پياوړی دیني عالم، مجاهد او مبارز و، چې د هېواد د ازادۍ او خپلواکۍ لپاره یې سپېڅلی جهاد وکړ او له هغه را وروسته یې د سولې او ثبات لپاره نه ستړې کېدونکې هڅې وکړې.
دغه راز د هېواد ګڼ شمېر سیاستوالو، چارواکو، دیني عالمانو او نورو خلکو د هغه په مړینه خواشیني څرګنده او نوموړی یې په نیک نوم یاد کړی دی.
قاضي محمد امین وقاد په ۱۹۴۷ زیږدیز کال کې د ننګرهار په کوټ ولسوالۍ کې زېږېدلی و، د نورو افغانانو ترڅنګ ده هم د شوروي یرغل پر ضد مبارزه پیل کړه او بیا پاکستان ته مهاجر شو.
هغه د هجرت پر مهال د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ له حزب اسلامي ګوند سره یو ځای شو او د دغه ګوند د مرستیال په توګه یې فعالیت کاوه.
خو وروسته د دوی ترمنځ د اختلافاتو له امله قاضي امین وقاد خپل ګوند جوړ کړ. خو د نجیب د حکومت له نسکورېدو سره سم کابل ته ستون شو او د مجاهدینو په واکمنۍ کې د مخابراتو وزیر شو.
د حامد کرزي په واکمنۍ کې هغه د عدلیې وزیر په توګه دنده ترسره کړه، بیا د سولې عالي شورا کې یو مسوولیت ورکړل شو.
نوموړي د ژوند په وروستیو وختونو کې یواځې د سولې لپاره فعالیت کاوه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP