Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په متحده عربي اماراتو کې افغانانو ته د برېښنایي تذکرو د وېش څانګه پرانیستل شوه

کابل (پژواک، ۲۵ غبرګولی ۱۴۰۰): په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان په سفارت کې د برېښنايي تذکرو د وېش څانګه په رسمي ډول پرانیستل شوه.

دغه مطلب په هغې خبرپاڼه کې راغلی چې له ياد شوي سفارت څخه خپره شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې اړه جوړه شوې غونډه کې په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان سفیر جاوید احمد د برېښنایي تذکرو په اړه وویل: "تذکره زموږ د ټولو ملي هویت دی. زموږ د تابعیت د اثبات تر ټولو مهم سند دی او دا چی د هر افغان د تابعیت تثبیت د تذکرې له مخې کېږي، نو اخیستل یی په ټولو هېوادوالو حتمي او لازمي دي."

هغه زیاته کړه، په ۲۱مه پېړۍ کې موثره حکومتولي، ولسواکي، یو ازاد او خودکفاه اقتصاد او په ځانګړي ډول د عامه خدماتو عرضه کول له معلوماتو پرته نه شي ترسره کېدای.

نوموړي د افغانستان اسلامی جمهوریت او متحده عربي امارات دوه دوست او ستراتيژیک ملګري هېوادونه یاد کړل او ټینګار یی وکړ چې له کوربه هېواد، متحده عربي اماراتو سره د افغانستان اړیکې لوړې کچې ته رسېدلي او له اماراتو څخه یې مننه وکړه چې تل یې په سختو حالاتو کې د افغانستان ملاتړ کړی دی.

د ده په وينا، د افغانستان د سفارت په هڅو دا وخت اماراتي شرکتونه هڅول شوي دي چې په افغانستان پانګونې وکړي، یو شمېر یې عملي فعالیت پیل کړی او څو نور به ډېر ژر په بېلابېلو برخو کې پانګونې وکړي.

سفیر په اماراتو کې له مېشتو هېوادوالو څخه د ملاتړ هیله وکړه او څرګنده یی کړه چې د سفیر په ګډون د سفارت ټول منسوبین به په ډېره شفافه او اسانې طریقې سره خپلو هېوادوالو ته سفارتي او قونسلي خدمتونه وړاندې کوي.

په دوبۍ کې د افغانستان جنرال قونسل مسعود احمد عزیزي وويل چې په اماراتو کې مسافرو هېوادوالو ته په پوره همغږي سره خدمتونه وړاندې کوي او د برېښنایي تذکرو د وېشلو بل مرکز به په راتلونکي کې په دوبۍ کې په فعالیت پیل وکړي.

د خبرپاڼې په حواله، ملي سوداګرو او قومي مشرانو سفارت ته یی د هر ډول ملاتړ ډاډ ورکړ او د برېښنایي تذکرو پیل یې وستایه، تر څنګ یې د افغانستان له دولت او سفیر څخه مننه وکړه چې دغه بهیر یی په اماراتو کې پیل کړ.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.