ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چک جمهوریت غواړي د افغانستان په کانونو کې پانګونه وکړي

چک جمهوریت غواړي د افغانستان په کانونو کې پانګونه وکړي

author avatar
15 Jun 2021 - 10:09
چک جمهوریت غواړي د افغانستان په کانونو کې پانګونه وکړي
author avatar
15 Jun 2021 - 10:09

کابل (پژواک، ۲۵ غبرګولی ۱۴۰۰): د چک جمهوریت د لومړي وزیر مرستیال وایي چې له ترهرۍ سره له مبارزې وروسته یې هېواد غواړي د افغانستان په کانونو کې پانګونه وکړي.

په چک جمهوریت کې د افغانستان اسلامي جمهوریت د سفارت په ابتکار د افغان- چک- سلواک د سوداګرۍ او پانګونې فورم پرون دوشنبې (د جوزا ۲۴مه) د افغان او چکي وزیرانو له خوا د دغه درې ورځني پروګرام په معرفۍ سره پیل شو.

دغه فورم ته په خپله وینا کې د چک جمهوریت د لومړي وزیر مرستیال، د سوداګرۍ، صنایعو او ترانسپورټ وزیر کارل هاولیچیک افغان پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ له افغانستان سره د پخوانۍ چکوسلواکیا د سوداګریږو اړیکو او د هغو په دوام د چک جمهوریت د ښکېلتیا په هکله خبرې وکړې.‌

هغه زیاته کړه چې افغانستان یو ستراتیژیک جغرافیوي موقعیت لري چې د منځنۍ اسیا او سوېلي اسیا په منځ کې پروت دی او چک جمهوریت لېوال دی چې له کانونو له غني افغانستان کې د پانګونې لارې چارې وګوري او له افغانستان سره سوداګریز او اقتصادي اړیکې پراخې کړي.

د چک جمهوریت د ولسي جرګې مرستیال تومیو اوکامورا وویل چې هېواد یې په افغانستان کې د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې له افغانانو سره همکاري کړې، غواړي چې د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې هم له افغانستان سره ګډ کار وکړي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزیر نثاراحمد غوریاني په افغانستان کې د تېرو شلو کلونو په ترڅ کې د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې د ناټو په چوکاټ کې د چک جمهوریت د  عسکرو د همکارۍ ستاینه وکړه‌ او د غونډې له برخه والو یې وغوښتل چې په افغانستان کې د ۱۳ قرباني شوو چکي عسکرو په درناوي څو شېبې ودرېږي.

هغه زیاته کړه چې افغانستان او پخوانۍ چکوسلواکیا په افغانستان کې له جګړې مخکې سره نږدې اړیکې لرلې خو جنګ دغه اړیکې سړې کړې، اوس افغانستان لېوال دی چې د سولۍ په راتلو سره د سوداګرۍ، صنایعو او پانګونې په برخو کې له چک جمهوریت سره بیا اړیکې تازه او لا نورې ټینګې کړي.

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزیر محمد هارون چخانسوري فورم ته وویل چې افغانستان د شاوخوا ۳ ټریلیون ډالرو په ارزښت د بېلابېلو توکو کانونه، قيمتي کاڼي او د پانګونې پراخ فرصتونه لري او غواړي چې د چک جمهوریت په ګډون پانګوونکي راجلب کړي.

نوموړی زیاته کړه چې چکوسلواکیا پخوا په افغانستان کې د هرات د سمنټو فابریکه جوړه کړې وه چې د ښه فعالیت له امله یې اوس هم نوم په ښو یادیږي او افغانستان علاقه لري چې د کانونو د را ايستلو په برخه کې د چکانو پام او پانګه ور جلب کړي.‌

په پراګ کې د افغانستان سفیر شهزاد اریوبي فورم ته په وینا کې افغانستان د پانګونې او سوداګرۍ د فرصتونو لپاره یو ښه ځای وباله او ویې ویل چې افغانستان لېوال دی چې له چک جمهوریت او سلواکیا جمهوریت سره خپلې سوداګریزې اړیکې پراخې کړي او د دغو دوو هېوادونو پانګې او پانګونکي ورجلب کړي.‌

د جمهوري ریاست د پانګونې د اسانتیا ادارې لوی رییس عطاء الله نصیب وویل، دوی هڅه کوي چې په افغانستان کې د پانګونې پروسې اسانه کړي او په دې برخه کې یې پراخ پرمختګونه کړي دي.‌

نصیب ژمنه وکړه، اداره یې چمتو ده چې په افغانستان کې د پانګوونکو او اړوندو ادارو ترمنځ د هماهنګۍ پر اساس د پانګه والو او پانګونې لپاره شرایط برابر کړي.‌

د جمهوري ریاست د تدارکاتو د ملي ادارې رییس او د ولسمشر غني حقوقي سلاکار کبیرخان عیسی خېل په خپل وار د افغانستان د چمتووالي په هکله وغږېد او ویې ویل چې افغانستان د سوداګرۍ د نړۍ وال سازمان غړی دی او له ګڼو هېوادونو سره د سوداګرۍ تړونونه لري.

په پراګ کې د افغانستان د سفارت په ابتکار او د چک – سلواک – افغان د سوداګرۍ اطاق له خوا ترتیب شوي دا فورم به درې ورځې روان وي او افغان بلاوی به د چک جمهوریت له یو شمېر نورو چارواکو سره هم وګوري او په بېلابېلو برخو کې به تړونونه وکړي.‌

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.