Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په بدخشان کې د پاڅون کوونکو یو قوماندان له خپلو شپږو کسانو سره وژل شوی

فیض اباد (پژواک،۲۶ غبرګولی ۱۴۰۰): د بدخشان والي وايي چې د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته کې اووه امنیتي سرتېري وژل شوي دي.

د بدخشان والي محمد ذکریا سودا پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې تېره شپه د دغه ولایت کشم ولسوالۍ کې پر امنیتي پوستو د طالبانو برید کې د ولسي پاڅون کوونکو قوماندان قاري نعمت الله او د نوموړي شپږ کسان وژل شوي دي.

خو والي د طالبانو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.

د بدخشان د پولیسو ویاند ثنا‌ءالله روحاني د دغې نښتې پخلی وکړ او پژواک ته یې وویل، امنیتي ځواکونو د طالبانو برید په شاه تنبولی او طالبانو ته یې مرګ ژوبله هم اړولې ده.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.